د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۰:۳۷

نوازشريف: هيله ده چې د ايران او سعودي اړیکې به ژر ښې شي


د پاکستان صدراعظم د ايران او سعودي ترمنځ د کړکېچ د اواري غوښتنه کړې او هيله يې ښودلې چې ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوې شخړه اواره شي.

نوموړى همدا راز وايي، ايران له سعودي سره د تعلقاتو ښه کولو ته لېوالتيا ښودلې او په نږدې راتلونکي کې به پاکستان او ايران د دې لړۍ د څارلو لپاره ځانګړي استازي وټاکي او په خبره يې چې له سعودي مقاماتو سره به په دې اړه خبرې وکړي او هغوى به هم د استازي ټاکلو ته وهڅوي.

دا څرګندونې صدراعظم نواز شريف د سې شنبې په ورځ په تهران کې د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره تر ليدنې وروسته له رسنيو سره په خبرو وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې صدراعظم نواز شريف او د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د ايران او سعودي ترمنځ د کړکېچ د اواري په مقصد د دوشنبې په ورځ لومړى رياض او بيا تهران ته سفر وکړ.

که څه هم په رياض کې د پاکستان او سعودي د چارواکو ترمنځ د خبرو تفصيلات تر ډېره څرګند نه شول، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وويل چې"دوه اړخېزه همکاري او په سیمه کې وروستۍ پېښې" د دواړو خواو ترمنځ د خبرو اصلي اجنډاوی وې.

تهران ته تر رسېدو وروسته د پاکستان صدراعظم له خپل جګپوړي سياسي پلاوي سره د دې هېواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره وليدل او په يو شمېر دوه اړخيزو اړيکو سربېره يې ورسره د ايران او سعودي ترمنځ په رامنځته شوې شخړې او د هغه په اواري خبرې وکړې.

ښاغلي شريف په تهران کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې پاکستان د ايران او سعودي ترمنځ په رامنځته شوې شخړې اندېښمن دى، د دې شخړې اوارى يې سپېڅلى مشن وباله او ويې ويل چې سيمه دا مهال د ترهګرۍ او سخت دريځۍ له ناورين سره مخ ده چې پرضد يې بايد شريکه جګړه وشي:

"دا يو ډېر مقدس مشن دى او زما په خيال پاکستان ته پکار دي چې د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ د معاملاتو د حل کولو په لړ کې دا ډول رول ترسره کړي او مخلصې هلې ځلې وکړي چې موږ لګيا يو ترسره کوو يې. سعودي عرب زموږ د موقف او کوښښ تعريف کړى او همدا راز تهران هم زموږ هڅې ستايلي دي، نو ما په دواړو هېوادونو کې زموږ د غوښتنې په اړه مثبت ځواب موندلى دى.دا يو داسې وخت دى چې موږ د يوه ستر دښمن سره جګړه کوو چې هغه ترهګري او سخت دريځي ده او موږ به دې جګړه کې هله کاميابېږو چې موږ ټول يو موټى او متحد شو."

له بلې خوا د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر د سه شنبې په ورځ ناوخته په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د ايران د دفاع له وزير سره ليدلي او په دوه اړخيزو او د سيمې په امنيتي وضعيت يې ورسره خبرې کړي دي.

خبرپاڼه کاږي، ښاغلي راحيل شريف ترهګري يو نړېوال ګواښ بللى چې د سيمې د ناکرارۍ پوره وړتيا لري او د مخنيوي لپاره يې پر ګډو هڅو ټينګار کړى دى.

د يادونې وړ ده چې د سعودي او ایران تعلقات تر هغه وروسته خراب شول چې ریاض یو شیعه عالم باقر النمر اعدام کړ چې مظاهره چيانو يې پر ضد په تهران او مشهد کې د سعودي پر سفارت او قونسلګرۍ بريد وکړ او هغه يې وسېځل.

د دې پېښې په نتیجه کې سعودي سم له واره له ایران سره سفارتي تعلقات پرې کړل او ورسره، بحرین، سوډان او کويټ هم له تهران سره خپل ډيپلوماتیک تعلقات وځنډول.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG