د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۷

په قطر کې د سولې په تړاو غونډې ته ځينې افغان شخصیتونه وربلل شوي


د افغانستان د سولي عالي شورا دا تاییدوي چې راتلونکې جمعه په قطر کې د سولې په تړاو یوه غونډه جوړېږي چې په کې ځينو افغان شخصیتونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

په داسې حال کې چې افغانان په بې صبرۍ سره سولې ته د رسېدو لپاره د لارې د نقشې د جوړېدو په هدف د وروستیو جوړو شویو غونډو مثبتو نتیجو ته سترګې په لار دي؛ ټاکل شوې راتلونکې جمعه د پګواش موسسې له خوا هم په قطر کې د سولې په اړه یوه غونډه جوړه شي.

د دغې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د سې شنبې په ورځ له آزادي راډیو سره خبرو کې د دا ډول غونډو پر اهمیت ټينګار وکړ او ویې ویل چې دوی تر ډېره هغو غونډو ته پام کوي چې د افغان حکومت له خوا رابلل شوی دي:

"ځينې شخصیتونه دعوت شوي چې په دوحه کې په دغه شخصیتونو کې ګډون وکړي. دا چې پګواش کومه آزاده غونډه را بللې؛ دا دسې نه ده چې افغان دولت ورته په رسمي بڼه وګوري."

راپورونه وايي چې د قطر په غونډه کې د ملي شورا ځينې غړي؛ سیاسي څېرې، د مدني ټولنې غړي او د وسله والو طالبانو استازې برخه اخلي.

راپورونه زیاتوي چې طالبانو د ۲۰ تنه افغان سیاستوالو لست چې ورته په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې؛ د پګواش موسسې ته سپارلی دی.

د کابل پوسټ ورځپاڼه د پګواش موسسې د یوه چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی ښودل شوی؛ لیکي چې په دغه لست کې د استاد محمد زمان مزمل، استاد فرید، انجینیر احمد شاه احمدزي، وحید مژده او ځينو نورو شخصیتونو څخه د ګډون غوښتنه شوې ده.

همدا سرچینه زیاتوي چې د غونډې ګډون کوونکي به د افغانستان د سولې د بهیر پر څرنګوالي خبرې وکړي او وروسته به خپل پيشنهادونه بېلابېلو مرجعو ته وړاندې کړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزی له افغان حکومته غواړي چې د سولې په اړه د دا ډول غیر رسمي غونډو تر جوړېدو مخکې باید د څرنګوالي په اړه یې بشپړ معلومات تر لاسه کړي:

"له دولت نه مو غوښتنه دا ده چې باید له دا ډول سفرونو نه خبر وي چې سفر د څه لپاره دی. په کومو مواردو کې او نتیجه یې څه ده. که دواړه همغږي شي نو طبعاً ښه نتیجه ورکوي."

د یادي موسسې له خوا تر دې مخکې هم په قطر، اماراتو، فرانسې، ناروې، جرمني او ځینو نورو هېوادونو کې ورته غونډې جوړې شوي دي.

ویل کېږي چې افغان حکومت دا ځل په قطر کې د دغې غونډې له جوړېدو سره مخالفت ښودلی او آن د قطر له حکومته یې غوښتي؛ څو د غونډې ګډونوالو ته ویزې ورنه کړي.

ومو غوښتل د حکومت نظر په دې اړه ولرو؛ خو حکومتي مسوولینو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کتونکی او پخوانی ډيپلومات احمد سعیدي چې هغه ته هم د قطر په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه؛ وايي چې د ځينو شخصي عواملو په خاطر نه شي کولای؛ په دې غونډه کې برخه واخلي. خو نوموړی د دا ډول غیر رسمي غونډو د جوړېدو په اړه وايي:

"پرونۍ مذاکره چې کابل کې و؛ بیا چې د ټراک ټو په نوم اسلام آباد کې؛ موږ مذاکرات درلودل او اوس پګواش غواړي قطر کې نور مذاکرات وکړي. زما باور دا دی، هغومره چې مذاکرات په څو برخو ویشتل کېږي. نتایج به یې منفي وي. غوره دا ده چې دا هر څه له یوه حرکت سره پیل شي."

اخوا یوې بلې معتبرې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط آزادي راډيو ته وویل چې په دغه غونډه کې له سید اسحق ګیلاني، اسد الله سعادتي، یونس قانوني، عبدالرب رسول سیاف او ځينو نورو کسانو څخه د ګډون غوښتنه شوې ده.

دا غونډه په کابل کې د دوشنبې ورځې د څلور اړخیزې غونډې وروسته جوړېږي چې په کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازو برخه لرله او لومړنۍ ناسته یې هم تېره اونۍ وه.

د ولسي جرګې غړي وايي چې د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو خواوو تر منځ د تفاهم لپاره هر ډول هڅه ګټوره ده خو تاکید کوي چې دا ډلو ناستې باید منظمې او له لاسته راوړنو ډکې وي.

XS
SM
MD
LG