د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د پېښور په کارخانو کې انتحاري حملې ١٠ کسان ووژل


د خېبر پښتونخوا مرکز پېښور کارخانو مارکېټ ته نږدې د خېبرايجنسۍ د قبايلي سيمې او پېښور پر پوله د خاصه دار ځواکونو يوه چيک پوسټ ته نږدې چاودنه شوې چې ګڼو خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا چاودنه د سې شنبې په ورځ سهار کارخاڼو مارکېټ ته نزدې د پېښور_ تورخم پر لويه لار د خاصه دار ځواکونو يوه چيک پوسټ ته څېرمه شوې چې د چارواکو په وينا، تر دې دمه په کېلږ تر لږه ١٠ کسان مړه او تر ٢٠ زيات ټپيان شوي دي.

د چارواکو په خبره، په چاودنه کې د خاصه دار ځواکونو موټر او چيک پوسټ په نښه شوى چې د دغو ځواکونو د يوه جګپوړي لاېن افسر نواب شاه افريدي په ګډون په کې يو ماشوم او د خيبر ايجنسۍ يو ځايي خبريال محبوب شاه افريدي هم وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې د پېښور په دولتي روغتونونو کې يې ايمرجنسي لګولې او د پېښې ټپيان يې حيات اباد ميډيکل کمپليکس ته لېږدولي چې د ډېرو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

که څه هم امنيتي چارواکيو په لومړي سر کې د چاودنې د نوعيت په اړه بېلابېلې ادعاوې کولې، خو د پېښور ايس ايس پي انويسټي ګېشن د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، دا يو ځانمرګى بريد و چې هدف يې د خاصه دار ځواکونه و.

نوموړي په دې اړه وويل:

"دا يو ځانمرګى بريد دى چې هدف يې دلته د خاصه دار ځواکونو چيک پوسټ و.د بريد په وخت کې چيک پوسټ کې د هغوى لاېن افسر موجود و چې هغه هم په دې کې مړ شوى دى، نو د لومړنيو تحقيقاتو له مخې دا ځانمرګى بريد و او تر دې دمه په کې ١٠ کسان وژل شوي او تر ٢٠ زيات ټپيان دي."

امنيتي ځواکونو تر چاودنې وروسته سيمه محاصره کړې او همدا راز يې د پېښور_ تورخم لويه لار د موټرو پر مخ تړلې ده.

کارخانو مارکېټ د پېښور تر ټولو ستر تجارتي مرکز ګڼل کېږي چې د مارکېټونو علاوه په کې شاوخوا هوټلونه هم دي او هره ورځ په کې ډېره زياته ګڼه ګوڼه وي.

د پېښور او قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ پر پوله د خاصه دار ځواک پر امنيتي سرتېرو دا بريد په داسې وخت کې شوى چې امنيتي ځواکونو په دې سيمې کې له تېر يو کال راهيسې پوځي عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي او د ترهګرو د ځپلو ادعا په کې کوي.

د دې ايجنسۍ سياسي استازي شهاب علي شاه د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې دا بريد د روانو پوځي عملياتو غبرګون وباله، خو ټينګار يې وکړ چې دا ډول بريدونه به يې حوصلې پستې نه کړي.

د خيبر پښتونخوا وزير اعلى او د پاکستان د داخله چارو د وزير په ګډون عمران خان او ګڼو نورو سياستوالو پر خاصه دار ځواکونو بريد غندلې او اړوندو ادارو ته يې د تحقيقاتو امر ورکړى دى.

د يادونې وړ ده چې تر دې دمه لا کومې وسله والې ډلې ددغه ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG