د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

د کوټې په مارګټ کې بمي چاودنې ٥ سرتېري وژلي او دوه یې ټپيان کړي


نن د بلوچستان په مارګټ سيمه کې د ملېشه ځواکونو پر موټر بمي حمله شوې چې پينځه ملېشه سرتېري په کې وژل شوي او دوه نور په کې ټپيان شوي دي. په کوټه کې پر پوليسو او ملېشه وو په يوه اوونۍ کې دا دويمه حمله ده. د دې حملې مسووليت سمدستي کومې ډلې نه دى منلى.

د دوشنبې په سهار د کوټې ښار ختيځ لورته د پينځوس کيلومټرۍ په فاصله په «مارګټ» سيمه کې وسله والو د ملېشه ځواکونو پر سرتېرو بمي حمله وکړه چې اوو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله ور واړوله.

د ملېشه ځواکونو د دفتر يوه چارواکي رسنيو ته ويلي چې سرتېري يې د مارګټ په سيمه کې په ګزمه بوخت وو چې پر موټر يې د سړک له غاړې ښخ شوى بم د ريموټ کنټرول په وسيله ور وچاودل شو او په کې سپاره پينځه ملېشه سرتېري ځاى پر ځاى و وژل شول او دوه نور پکې ټپيان شول.

چارواکي وايي، په چاودنه کې د ملېشه وو موټر ته سخت زيان رسېدلى او په پېښه کې وژل شوي او ټپيان سمدستي کوټه ته نژدې يوه روغتون ته وړل شوي چې هلته تر درملنې لاندې دي. په دوو ټپيانو کې هم د يوه تن حالت مرګونى بلل کېږي.

تر چاودنې وروسته لسګونه ملېشه سرتېري د پېښې ځاى ته ور رسېدلي، سيمه يې محاصره کړې او په وسله والو پسې په شاوخوا کليو کې پلټنه پيل کړې ده.

د دې بمي حملې مسووليت سمدستي کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو د پاکستان پر امنيتي ځواکونو تر دې پخوا هم د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې وسلوالې حملې شوې دي چې بريد يې اکثر خپلواکي غوښتونکيو بلوڅانو يا هم پاکستاني وسله والو طالبانو منلى دى.

د ملېشه ځواکونو له خوا د يوې خپرې شوې اعلاميې له مخې په تېر ٢٠١٥م کال کې په ټول بلوچستان کې ٩٤١ وسلوال بريدونه شوي چې وايي په هغوى کې ٤٣ ملېشه سرتېري وژل شوي او ١١٢ نور پکې ټپيان شوي دي.

په بلوچستان کې د پخواني اعلى وزير ډاکټر مالک بلوڅ په مشرۍ تېر دوه نيم کاله امنيت ډېر ښه وو، خو د نوي اعلى وزير سردار ثناوالله زهري په راتګ او د نوي کال له پيل سره د دې ايالت په مرکز او شاوخوا سيمو کې يو ځل بيا وسلوالې حملې پيل شوې دي.

د يادونې وړ ده چې د تېرې چارشنبې په ورځ هم د کوټې په سټلايټ ټاون سيمه کې د پوليو د واکسيناسيون مرکز ته نيژدې پر پوليسو او ملېشه سرتېرو ځانوژونکى بريد شوى وو چې ١٣ پوليس، يو ملېشه سرتېرى او يو عام لاروى پکې وژل شوى وو او مسووليت يې پاکستاني طالبانو او د جيش الاسلام په نامه وسله والو سازمانونو منلى وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG