د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د مېزان په ۲۴ کېږي


د انتخاباتو خپلواک کمیسون له اوږده ځنډ وروسته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو نیټه مشخصه کړه.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته د حکومت له چمتوالي وروسته د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په یو لړ پیشنهادونو سره د دغو انتخاباتو نېټه مشخصه کړه.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وایي؛ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به په راتلونکې میزان میاشته کې کیږي؛ خو غوښتنه یې وکړه چې حکومت باید ورته د امنیت او لګښت له پلوه چمتوالی ونیسي.

"نن موږ اعلانوو چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۵ لمریز کال د میزان په څلوریشتمه نیټه ترسره کیږي."

له دې وړاندې ولسمشر اشرف غني ویلي وو چې حکومت دغو انتخاباتو ته چمتوالی لري او کمیسیون ته یې دنده ورکړه چې دقیقه نېټه یې مشخصه کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته نیټه مشخصه کړه چې اجرائیه ریس وایی د انتخاباتو کمیسیون باید نوی شي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا له غونډې مخکې خبریالانو ته وویل چې راتلونکي انتخابات به د نوي کمیسیون تر چتر لاندې ترسره کیږي:

"یوځل بیا هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې انتخاباتي اصلاحات حتمي او اړین دي؛ ټول انتخاباتي مسائل او پروګرامونه به د انتخاباتو د نوي خپلواک کمیسیون تر نظر لاندې ترسره کیږي."

خو جمهوري ریاست هغه مهال چې د انتخاباتو د نیټې د اعلان مسئولیت یې د انتخاباتو کمیسیون ته سپاره، دا واضح نه کړه چې د اوسني کمیسیون برخه لیک به څه کیږي.

بل لورته د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وایي، د قانون له مخې څوک تر شپږو کلونو پورې د اوسنیو کمیشنرانو د لرې کولو واک نه لري.

ښاغلي نورستاني د انتخاباتو د نیټې د اعلان پر مهال وویل، راتلونکي انتخابات به د اوسني کمیسیون تر مدیریت لاندې ترسره کیږي.

"د قانون له مخې حکومت مونږ نه شي برطرفه کولای او بل دا چې څوک استعفی ته هم نه دي چمتو، قانون اوسنیو کمیشنرانو ته اجازه ورکړې چې خپله شپږ کلنه کاري دوره پوره کړي، هیله من یو چې دا انتخابات اوسني کمشنران پای ته ورسوي."

په همدې حال کې د انتخاباتو د څار سازمان مشر جانداد سپین غر ازادي راډیو ته وویل چې که جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست د انتخاباتو د اوسني کمیسیون د برخه لیک په اړه یوه خوله شي، د کمیشنرانو لرې کیدو ته قانوني لارې پيدا کیدای شي.

سپین غر وایي، که اجرائیه ریاست ټینګار کوي چې کمیسیون دې نوی شي او جمهوري ریاست خپل دریځ نه واضح کوي؛ د انتخاباتو کمیسون ته دا فرصت په لاس ورځي چې په خپل دریځ ودریږي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG