د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

"د کابل نننی غونډه د طالبانو سره د سولې د خبرو اډانه مشخصوي"


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغانستان د سولې د څلور اړخیزې غونډې د دوهم پړاو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلی، ټاکل شوې چې نن دوشنبې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا چارواکي په هغه نقشه خبرې وکړي چې د طالبانو سره د سولې د خبرو، اترو اډانه مشخصوي.

سرخط په خپله سرمقاله کې د دغه غونډې په اړه لیکلي، هیلې دا دي چې یوه لویه سیاسي او جنګي مساله حل مومي، خو اندېښنې بیا دا دي چې پاکستان څومره صادق دی.

د سرخط په وینا په تېر کې د سولې په برخه کې د یو منظم پلان نه موجودیت او نه اراده د دې لامل شوې چې د افغانستان له مجبورۍ ناوړه ګټه پورته شي او هغه معضله حل ونه مومي چې کلونه ورته انتظار شوی او قربانۍ ورکړل شوې دي.

د سرخط د مقاله لیکونکي په وینا سوله د افغانستان اساسي اړتیا ده خو په دې برخه کې پاکستان تل هڅه کړې چې افغان لوری تر خپل اغیز لاندې ونیسي او خپلې غوښتنې پرې وتپي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې بیا د دغه غوندې په اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې افغان حکومت د سولې لپاره میکانیزم له وخته جوړ کړی او دا میکانیزم یې د ولس، دیني عالمانو، سیاسیونو، مدني ټولنې او ان نړیوالې ټولنې مخې ته ایښی او ملاتړ یې خپل کړی دی.

خو د هېواد د سرمقاله لیکونکي په وینا په نننۍ غونډه کې به یو ځل بیا د سولې لپاره چوکاټ رامنځته شي.

په سرمقاله کې راغلي دا معلومه خبره ده چې ملي ګټو، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، وروستیو لاسته راوړنو، د بشري حقونو او په تېره بیا د ښځو حقونو ته په درناوي له وسله والو مخالفینو سره د سولې هڅې کېږي، نو دلته هیڅ کومه اندېښنه ځای نه لري چې ګنې د سولې پر سر دې معامله وشي او دا ولس ته هم د منلو نه ده.

د سر مقاله لیکونکی په وینا افغان حکومت له یو پیاوړي دریځه سوله کوي او د دې لپاره د هر ډول هغو هلو ځلو ملاتړ او ننګه کوي چې له امله یې په هېواد کې جګړه پای مومي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه به خپل یو مطلب کې لیکلي دا معلومه نه ده چې نننۍ څلور اړخیزه غونډه به د دې بهیر وروستی پړاو غونډه وي او که نه نورې څلور اړخیزې یا څو اړخیزې غونډې هم په لاره دي؟

د مطلب د لیکونکي په وینا افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې د سیمه ییزې همکارۍ د شعارونو په ورکولو او د وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره د یوې سمې او عملي لارې د موندلو لپاره زیاتې هڅې کړي او په دې لاره کې یې بې شمېره قربانۍ هم ورکړي دي، خو درېغه چې چندان نتیجه نه ده تر لاسه شوې.

د مطلب لیکوال په دې نطر دی چې تر کومه، په دواړو خواوو کې د جګړې د ختم او سولې لپاره قوي اراده نه وي موجوده د سولې دا څلور اړخیزه او یا په راتلونکې کې نورې څو اړخیزه غونډې به هم نتیجه ورنه کړي.

اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG