د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

له افغانستان څخه د ورېښمو لارې د تېرېدو ارزښت څه دی؟


د افغانستان د فوایدې عامې وزارت چارواکي وايي چې د ورېښمو لارې د جوړېدو په برخه کې کارونه روان دي چې تر دې دمه یو شمېر پرمختګونه په کي شوي هم دي.

د دغه وزارت مسئولین دې ته په اشارې سره چې د دې پروژې ۴۰ سلنه پټلۍ له افغانستان څخه تېرېږي او دوی یې په اړه څېړنې بشپړې کړي دي، زیاتوي څو میاشتې وروسته به د ترکمنستان له خوا د اوسپنې د پټلۍ کار پشپړ او له افغانستان سره به وصل شي.

د فوایدې عامې وزیر انجینیر محمود بلیغ د شنبي په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دغې پروژې د کار په اړه داسې وویل:

"هغه جلسه چې شاوخوا دوه ورځي وړاندي موږم په کابل کې په همدي برخه کې د پنځو غړو هېوادونو له خوا درلوده بیا هم په دغې موضوع باندې خبرې وشوې او په دې باندې ټینګار وشو چې دغه لاره هغوی څاري."

د ښاغلي بلیغ په خبره، ایران چې کومه ژمنه کړې وه، اوس په هغه هېواد کې د دغې لارې په لومړۍ او دوهمه برخه کار روان دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مسؤلین وايي چې دغه لاره به وکولای شي چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ تر یوه ځایه ورسوی.

دوی وايي چې د ورېښمو د لارې په جوړېدو سره به د افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ واټن کم شي او افغان او نړیوال سوداګر به وکولاي شي د دغې لاری نه خپل سوداګریز او یو شمېر نور کارونه په ښه ډول مخ ته یوسي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندی د ورېښمو د لارې پر اهمیت له ازادۍ راډیو سره خبرې کړې دي.

ښاغلي قوقندي وویل:

"ډاډه یم چې لومړی خو لنډه او یوه مصؤنه لاره ده او له دې لارې کولای شو په کم وخت یعنی د ۲۵۰۰ کېلو مېټره، لارې په اوږدو سره کولای شو د اروپایي هېوادونو بازارونو ته لار پیدا کړو."

که څه هم ویل کېږي چې د ورېښمو د لارې په پروژه کې ښکېل هېوادونه د افغانستان له لارې د دې لارې د غځولو په اړه زیاته لېوالتیا نه ښيي، خو افغان حکومت دا پروژه نه یوازې هېواد ته بلکه د ټولې سیمې لپاره مهمه بولي.

د ورېښمو لرغونې لاره د چین، هند او اروپا تر منځ د څو پېړیو لرغونې لار ده چې اوس یې یو ځل بیا د جوړولو هڅه کېږي.

څو موده مخکې ولسمشر اشرف غني چین ته د خپل سفر په ترڅ کې له چینايي چارواکو سره د دغې لارې پرجوړېدو ټينګار کړی وو.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، د ورېښمو لاره د ټرانزیت او سوداګرۍ په برخه کې مهم ارزښت لري او افغان حکومت یې باید جوړېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"که چېری د ورېښمو لار د افغانستان له لارې راشي، دا یوه بهترینه لاره ده، افغانستان له اروپا سره وصلوی د افغانستان له لارې له خلیج سره او د خلیج له لاری نه د تورې بحیرې سره او له تورې بحیرې نه دا نښلول کېږی د اروپا سره نو دا د افغانستان لپاره ډېره ګټوره ده، زه امیدواره یم چې دولت دې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دا قرادادونه د کاغذونو او خبرو په څنګ کې پاتې نه شي، بلکې عملي ګامونه واخیستل شي."

له دې وړاندې ولسمشر اشرف غني ویلي و، هڅه کوي چې افغانستان له ټرانزیټي پلوه د جنوبي او منځنۍ آسیا تر منځ په پله بدل کړي.

ولسمشر په هره غونډه کې ویلي چې د افغانستان جغرافیوي موقعیت د پام وړ دی او له دې موقعیت څخه باید د اقتصادي پياوړتیا لپاره کار واخیستل شي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG