د افغانستان دفاع وزارت وايي، اوسمهال په څوارلسو ولایتونو کې د وسله والو مخالیفنو پر ضد عملیات روان دي او ګڼ شمېر وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن آزادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې په هلمند او ننګرهار ولایتونو کې د مخالفینو د ځپلو په هدف تصفیوي عملیات په چتکۍ سره روان دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۴ د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
په دې اړه زموږ همکارې مرضیې احمدزۍ له ښاغلي وزیري سره مرکه کړې او په سرکې یې د افغان ځواکونو د عملیاتو په اړه پوښتنه کړې ده.