د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) سره تړلي کسان رسماً د تروریستي ډلو په لیست کې شامل کړل.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په وینا د اسلامي دولت هغه ډله چې ځان د دې ډلې د خراسان استازي ګڼي او د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې یې فعالیت پیل کړی او د ابوبکر بغدادي بیعت یې کړی او اکثره غړي یې د افغانستان او پاکستان پخواني طالبان دي؛ د امریکا له لوري د تروریستانو په لیست کې شامل شوي دي.
امریکا دا اعلان وروسته له دې وکړ چې داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سرزورې ډلې روانه اوونۍ په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ ترڅنګ د ډله ییز تروریستي برید مسوولیت په غاړه واخیست.
تر دې مخکې د امریکا پوځي چارواکو په افغانستان او پاکستان کې د داعش فعالیت محدود بللی و.
دا ډله د افغانستان په ننګرهار کې زیاته فعاله ده او د ننګرهار امنیه قوماندان وايي چې داعشیان د پاکستان او د سیمې د استخباراتي ادارو له لوري حمایه کېږي.
په همدې حال کې په وروستیو کې د پاکستان له پنجاب ایالته یو شمېر کسان عراق او سوریې ته د داعش د ملاتړ لپاره تللي او په لسګونو نور په پنجاب ایالت کې نیول شوي دي.
د داعش غړیو د تېر کال په مې میاشت کې په کراچۍ ښار کې پر ملکیانو د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.
د امریکا د متحدو ایالتونو له قانون سره سم؛ هره ډله چې د بهرنیو تروریستي ډلو په لیست کې شامله شي؛ د هغې په غړیتوب هر شکمن کس تعقیب کېږي.