د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې له طالبانو سره د سولې د مذاکرو د پرمختګ لپاره به مشورې او خبرې جاري ساتي.
ښاغلي غني پرون (پنجشنبه) له طالبانو سره د حکومت د سولې د څرنګوالي په اړه د سولې د عالي شورا، مشرانو جرګې او ولسي جرګې له مشرانو سره وکتل.
د ارګ خبرپاڼه وايي چې ښاغلي غني د سولې لپاره په روانو هڅو کې خپل دریځ پیاوړی بللی او محتاطانه خوشبیني يې څرګنده کړې ده.
د ولسمشر غني په وینا، له طالبانو سره د سولې لپاره د حکومت هڅې دوې مرحلې لري چې لومړۍ یې د سولې د بهیر لپاره د یوه چوکاټ جوړول او دوهمه يې له هغو کسانو سره خبرې دي چې سوله غواړي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا سرپرست مشر عبدالحکیم مجاهد چې پرون یې په ارګ کې له ولسمشر غني سره کتلي، ازادي راډیو ته وویل چې د سولې لپاره په هڅو کې د افغانستان حکومت په ډېر ښه دریځ کې دی.
ښاغلی مجاهد وايي:
"کله چې له وسله والو مخالفینو سره خبرې پيلېږي، نو افغانستان په داسې ښه موقعیت کې دی چې ډېر ژر له وسله والو مخالفینو سره یوې نتیجې ته ورسره رسېدلای شو، ځکه په افغانستان کې د موجود نظام بنیاد پر اسلامي اساساتو اېښودل شوی دی. د افغانستان د اساسي قانون لومړۍ، دوهمه او درېیمه ماده په صراحت د اسلامي نظام او شریعت ضمانت کوي چې هېڅ قانون د اسلام د احکامو پرخلاف نه جوړېږي. د تعدیلاتو د فصل ۱۴۹ ماده د دې درېیو مادو د تعدیل امکان رد کړی دی. زموږ د وسله والو مخالفینو مطالبه هم د اسلامي شریعت او د افغانستان د اسلامي هویت ده، نو موږ له هغوی سره یوې نتیجې ته رسېدلای شو چې د هغوی لپاره د جګړې د دوام کوم دلیل نه شي پاتې کېدلای. الی، د دوی د امنیت، مصئونیت او بشري حقونو مسئله چې په افغانستان کې باید تضمین شي."
د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني ویلي چې په افغانستان کې د جګړې د دوام پر عواملو تر غور وروسته یې خپل شرایط مشخص کړي او د اسلام اباد په مذاکرو کې یې د چین، امریکا او پاکستان استازو ته څرګند کړي دي.
د خبرو اترو دا لړۍ د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو تر منځ له اسلام اباده پيل شوې ده. کابل به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو د څرنګوالي په اړه د دوهمې غونډې کوربه وي.
د سولې د عالي شورا سرپرست مشر، عبدالحکیم مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د حکومت شرایط به د کابل په غونډه کې هم وکتل او وڅېړل شي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي:
"دا نقشه یا تګلاره افغانستان جوړه کړې او د اسلام اباد غونډې ته یې هم وړاندې کړې او د دوشنبې په ورځ غونډې ته به هم وړاندې شي. اصلاً د مذاکرو د څرنګوالي چهار چوکاټ افغانستان جوړ کړی او دا چوکاټ تر یوه حده منل شوی دی. دوی یو لړ شرایط وړاندې کړي چې بیا – بیا به وکتل شي، خو زما په عقیده په افغانستان کې اساسي قانون، واحد نظام، د خاورې بشپړتیا، ملي وحدت او داسې نور اساسي مسایل دي چې افغانستان تر هغوی نه شي تېرېدلای او زما په نظر هغه داسې مسایل دي چې خپله مخالفینو ته هم د منلو وړ دي ځکه هغوی هم له واحد نظام او د افغانستان د خاورې له بشپړتیا سره مخالفت نه لري."
د ارګ خبرپاڼه، د ولسمشر غني په حواله وايي چې په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو په اړه به د ښځو له استازو او قومي مشرانو سره خبرې اترې جاري وساتي.
ولسمشر غني څرګنده کړې چې د سولې په مذاکرو کې د حکومت د پياوړي دریځ یو اساسي عامل د افغانستان د امنیتي ځواکونو پياوړتیا ده او غږ یې کړی چې امنیتي ځواکونه باید د روانې جګړې پېچلتیا ته په پام له هر ممکن حالت سره مخامخ کېدو ته تیار وي.