د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

امریکا له سعودي عربستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري له سعودي عربستانه د خپل حکومت ملاتړ اعلان کړ.

په سعودي عربستان کې د یوه شیعه عالم شیخ نمر النمر تر اعدام وروسته، د ریاض او تهران سیاسي روابط خراب شول او دواړو هېوادونو سفیران سره وشړل.

جان کري پرون (پنجشنبه) په لندن کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او له ایران سره په سیاسي کړکېچ کې یې له سعودي عربستانه د امریکا ملاتړ څرګند کړ.

کري همداراز پر ریاض او تهران غږ وکړ چې خپلې لانجې د ډېپلوماسۍ په مرسته حل کړي.

سعودي عربستان پر ایران تور لګولی چې په دې هېواد کې د شیعه ګانو د پارولو او د ناکرارۍ جوړولو هڅې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ پر هېوادونو غږ وکړ چې د نورو په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

ښاغلي کري وویل:

"موږ د خبرو لپاره ډېرې مسئلې لرو. په دې سیمه کې زیاتې لانجې دي چې باید حل شي، ځکه موږ غواړو چې منځنی ختیځ ثبات او امن ولري او پرمختګ وکړي، داسې چې یو هېواد د نورو په چارو کې مداخله ونه کړي."

د ریاض او تهران د اړیکو تر خرابېدو وروسته د منځني ختیځ یو شمېر عربي هېوادونو او غربي ډيپلوماټانو اندېښنه څرګنده کړه چې ښايي دا کړکېچ د سوریې د بحران د حل لپاره پر راروانو مذاکرو منفي اغېز وکړي. ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په پای کې، په جنیوا کې د سوریې د حالاتو په اړه غونډه وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه اندېښنو ته په اشاره سره، په سوریه کې د بحران د حل لپاره د ټولو هېوادونو د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه وايي:

"موږ موافق یو چې په سوریه کې د روان بحران د حل اړتیا ده. موږ به خپلې هڅې جاري وساتو. موږ په هغو ستونزو چې سعودي عربستان او په سیمه کې نور هېوادونه چې په خپلو چارو کې د پردیو د لاسوهنې له امله ورسره مخامخ دي، پوهېږو. لکه څرنګه چې ولسمشر اوباما وویل، امریکا به له خپلو متحدانو سره ولاړ وي."

جان کري په منځني ختيځ او نورو سیمو کې د ترورېستي ډلو د فعالیت په اړه وویل چې داسې اعمال، حکومتونه له دې چې د خپلو ولسونو د امنیت ټینګولو هڅې وکړي، نه شي منع کولای.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له داعش، بوکو حرام او الشباب سره مبارزې ته د خپل حکومت پر ژمنې ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG