د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

مدني فعالانو د الکترونیکي تذکرو د ویش غوښتنه وکړه


د مدني ټولنو ځیني فعالانو په کابل کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې د الکترونیکي تذکرو د ویش غوښتنه وکړه.

لسګونو دې مظاهره چیانو ویل چې د نفوسو د ثبت او احوال قانون باید ژر تر ژره عملي شي او د مصلحت پرځای قانون ته لومړیتوب ورکړل شي.

له دې وړاندې هم په وار وار د الکترونیکي تذکرو د ویش ورته غوښتنې شوي، خو تر اوسه حکومت په دې برخه کې خلکو ته د قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی.

دا کسان چې ځانونه د الکترونیکي تذکرو لپاره د جوړ شوي جنبش غړي بولي په دې او ورته نوورو شعارونو د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ د ژر پیلیدو غوښتنه کوي.

دوی چې شمېر یې لسګونو کسانو ته رسیده د پنجشنبې په ورځ د بهارستان په سیمه کې راټول وو او ویل یې چې ملت نور بې تذکرې چارواکي او بې تذکرې ولس نه غواړي.

د مظاهرې یو تنظیموونکی احمد ذکي وايي:

"د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ دې پیل شي د دې کار ځڼد د خلکو او حکومت په ګټه نه ده، موږ غواړو چې د مصلحت پر ځای قانون پلي شي، چارواکي باید د قانون د پلي کیدو جراات پیدا کړي مصلحت تر کومه دلته قانون ساتونکی نه لري."

مظاهره کوونکو غوښتل چې د پښتونستان تر څلور لارې ولاړ شي خو د باغ زنانه په سیمه کې یې پولیسو د مخته تګ مخه ونیوله چې مظاهره کوونکو بیا همدلته د ملي وحدت حکومت د مشرانو پلاستیکي جوړو شوو څیرو ته اور ورته کړ.

دوی ویل چې د نفوسو د احوالو او ثبت قانون چې له مخې یې باید الکترونیکې تذکرې وویشل شي ټول مراحل طی کړي او اوس نباید الکترونیکي تذکرې د مصلحتونو ښکار شي.

د دغې مظاهرې بل تنظیمونکي عین الدین بیک وايي چې که الکترونیکي تذکرې وویشل شي هېواد به له ډيرو ستونزو راووځي او د دې لپاره دوی له دې غوښتنې نه په شاه کیږي:

"د الکترونېکي تذکرو ویش د افغانستان د پراختیا لپاره یو ډير مهم ګام دی، دا امر به د هېواد د وګړو دقیقه شمېره معلومه کړي د درغلیو مخنیوی به وکړي، دا کار د الکترونېکي حکومتوالي او د مجرمینو له پیژندلو سره مرسته کوي."

ومو غوښتل چې په دې اړه د حکومت نظر هم ولرو خو د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست مطبوعاتي مسئولینو په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.

له دې وړاندې ویل شوي چې افغان حکومت به د دې پروسې د څه ډول پیلیدو په اړه له مشورو وروسته اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د الکترونیکي تذکرې د ویش ادارې د هغو د ویش لپاره چمتووالی ښودلای وو خو بیا بیا د پروسې له ځنډ سره د دغې ادارې سلګونه کسان شاوخوا میاشت وړاندې له دندې لرې کړای شول.

لسګونه دا کسان داسې وخت بې له قیده د دغې پروسې پیل غواړي چې د اداري فساد په وړاندې د څارنې خپلواکې کمېټې په وروستی راپور کې د الکترونیکي تذکرو په اداره کې له خورا ډیرو ستونو پرده پورته کړه او وايي چې که سیستم سم اصلاح نه شي د دغې لړۍ پیلول به ډيرې ستونزې او اندیښنې را ولاړې کړي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG