د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

نادري:په نږدې راتلونکې کې به د ګردېز ښار ماسټر پلان عملي شي


د ښار جوړونې وزارت چارواکو پکتيا ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې دوی به په نږدې راتلونکي کې د ګردېز ښار ماسټر پلان تطبيق او د ولسواليو لپاره طرحه شوی تفصلي پلان عملي کړي.

د پکتيا والي نصرت الله ارسلا د ښار جوړونې وزير او ورسره پلاوي راتګ ته د هرکلي ترڅنګ ياده کړه چې په پکتيا کې د نفوس په زياتېدو بايد د ښار او ولسواليو پراختيا ته ځانګړی پام وشي.

د ارسلا په خبره چې جوړ شوی پخوانی پلان د کم نفوس لپاره وو چې د نفوس په زياتوالي سره د دې اړتيا ليدل کيږي چې نوې طرحې او پلانونه جوړ شي.

ښاغلي ارسلا زیاته کړه:

”ضرورت دی چې زموږ ماسټر پلان تطبيق شي، هغه زوړ ماسټر پلان د کم نفوس لپاره وو چې دا بسنه نه کوي او وزير صاحب هم موږ سره دا ومنله چې دوی به د ګردېز ښار په پراختيا او ماسټر پلان په تطبيق کې کار کوي او همدا اوس يې د خپل وزارت کارمندانو او عاراضۍ مسولينو ته وظيفه ورکړه چې کارونه يې ګړندي کړي.“

نوموړي دا هم زياته کړه چې په پکتيا کې د ښارګوټو لپاره ځانګړې طرحې جوړول او تطبيق په پام کې لري او په دې برخه کې يې د ښار جوړونې له وزارته خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د ښار جوړونې وزير سيد منصور سادات نادري رسنيو ته په خبرو کې وويل چې پکتيا ته يې د سفر هدف په دې ولايت کې د ځانګړو طرحو پلې کول دي.

د ده په خبره تر دې مهاله په پکتيا کې هغه ډول چې لازمه ده د ښارګوټو او ماسټر پلانونو په پلي کېدو کې کار نه دی شوی او د دوی هڅه به دا وي چې په دې برخه کې زيات کار وکړي او خپل پروګرامونه تطبيق کړي:

”موږ به په ډېرې تيزۍ سره د ګردېز په ماسټر پلان کار وکړو، په نورو تفصیلي پلانونو چې د ولسواليو لپاره اړتيا ده عاجل کار کوو، تر اوسه پورې په ټوله پکتيا کې د ښوونکو لپاره يوه نومره ځمکه هم نه ده توضيع شوې چې دا هم موږ ته د منلو نه ده او موږ چې له دې ځای څخه ولاړ شو، نو د معارف له وزير سره به دا خبره مطرح کړو چې په نږدې راتلونکي کې استادانو ته شهرک توضيع شروع کړو، د ښار جوړونې وزارت په دې برخه کې هم ستاسو په خدمت کې دی او لا به خپل کارونه زيات کړي.“

نوموړي په دې ټينګار وکړ چې د ښار پراختيا او د ولسواليو د ښار ګوټو د تفصیلي پلانونو په تطبيق کې به د ولايتي ادارې په همکارۍ ډېر زيات کار وکړي او خلک به هم سرمايه ګزارۍ ته وهڅوي.

د ولسمشر غني په کابينه کې دا لومړی وزير دی چې د خپلو کارونو او طرحو د پلي کېدو په هدف پکتيا ولايت ته سفر کوي او د ده د سفر په اړه کارپوهان وايي چې که چېرته کړې ژمنې او خبرې عملي کړي، په نږدې راتلونکي کې به د پکتيا مرکز او ځينو ولسواليو د ښارونو بڼې تغير او د خلکو ژوند به له ډېرو اسانتياوو برخمن شي.

راپور – داود تپان – پکتيا

XS
SM
MD
LG