د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۹

د جلال اباد په نښته کې ۳ انتحاریان او ۷ امنيتي ځواکونه وژل شوي


د چهار شنبې په سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار اړوند د پاکستان قونسلګری ته څېرمه په عمومي سړک انتحاري حمله وشوه او وروسته په همدې سیمه کې نښته پيل شوه.

دغې نښتې تر درې ساعتونو دوام وکړ او د پېښې شاوخوا سیمو کې ښوونځي، دکانونه او د عامو خلکو مېشت ځایونه دي ټول خلک په منډه ول چې ځان خوندي ځای ته ورسوي.

د نښتې له پای ته رسېدو وروسته د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شېرزاد په سیمه کې رسنیو ته وویل ټول درې تنه بریدګر و چې یوه لومړی د پولیسو پر رینجر انتحاري حمله کړې او دوو نورو د پاکستان قونسلګری دېوال سره خوا ته دولتي مېلمستون ته ننوتل چې د افغان ګډو ځواکونو سره په نښته کې ووژل شوو.

شېرزاد وايي په دې نښته کې ۱۴ تنو امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او درې ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه:

"درې تنه ځانمرګي وو دا ټول له منځه تللي دي او په دې کې اووه تنه زموږ امنيتي سرتېري وژل شوي او اووه نور زخميان شوي او درې ملکي وګړي هم زخميان شوي دي."

د شېرزاد په خبره د برید کوونکو هدف دا و چې د دولتي ودانۍ څخه قونسلګرۍ ته هم زیان ورسوي خو دی وايي په دې پېښه کې د پاکستان قونسلګرۍ ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

هغه وايي:

"د پاکستان قونسلګرۍ کارکوونکي ټول موږ خوندي ساتلي هغوی ته هېڅ ډول صدمه نه ده رسېدلی او دا چې دا وسله وال زموږ دولتي مېلمستون ته ورننوتلي و ممکن هدف به يې دا و چې قونسلګرۍ ته زیان ورسوي."

په ورته وخت کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خپلې ټویټر پاڼه کې د دغې حملې پړه په غاړه اخیستې ده.

دا برید داسې مهال رامنځته کېږي چې د همدې اوونۍ په سر کې په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې د خبرو د دوام په اړه څلور اړخیزه ناسته ترسره شوې وه.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG