د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

"حکمت خلیل کرزي د سولې په اړه په خپلو څرګندونو کې مبالغه کړې"


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیاسي کارپوهان د سولې په اړه د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال ورستۍ څرګندونې له مبالغې ډکې او د نوموړي له حده وتلې خوشبیني ګڼي.

دوی وايي چې د سولې د بهیر د بري لپاره کلونه ـ کلونه هڅې شوي؛ خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې؛ نو تر دوو نورو میاشتو پورې به هم داسې کوم بدلون رانه شي چې ښاغلي کرزي یې په اړه ویلي دي.

د ولسي جرګې د نړېوال اړیکو د کمیسیون غړي جعفر مهدوي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې په لنډ مهالي کې د ښاغلي حکمت خلیل کرزي خبرې غیر عملي وګنلې:

"موږ باید دومره خوشبیه نه وو لکه څرنګه چې ښاغلي کزري ویلي چې په دوو میاشتو کې به افغانستان ته سوله راشي؛ خو افغان حکومت ناچاره دی چې د سولې خبري تعقیب کړي. دا یوه ډېره اوږده او دوامداره پروسه ده؛ افغان حکومت د التوماتیوم او لنډو وخت ټاکلو پر ځای په حوصلې سره د دغې قضیې پر وړاندې چلند وکړي."

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د سه شنبې په ورځ په کابل کې د اسلام اباد د څلور اړخیزې غونډې تر راستنېدو ورسته یوې خبري غوندې ته وویل چې د افغانستان خلک به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د سولې په برخه کې د یو شمېر بدلونونو شاهدان اووسي.

ښاغلي کرزي چې په دغه څلور اړخیزه غونډه کې یې د افغاني پلاوي مشري کوله؛ وویل چې په دې برخه کې یې له پاکستاني چارواکو سره هم خبرې کړې دي.

خو یو شمېر سیاسي کارپوهان د سولې په برخه کې د پاکستان پخوانیو نه همکاریو ته په بام وايي چې افغان چارواکي باید د سولې د خبرو په برخه کې ډېر هیله من دریځ ونه لري:

د سیاسي چارو کارپوه فدا محمد نظري:

"زه داسې باور لرم چې د سولې لپاره یو چوکاټ وجود لري؛ اما د پاکستان ګټو ته چې سړی ګوري؛ نو دا پروسه به یو څه وخت واخلي او د ډېرو څرګندو او روښانه وعدو خبره ماته بې اساسه معلومېږي؛ پاکستان هر وخت، وخت کشی کړې ده."

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي دغه شان وویل؛ دوی پوهېږي چې وسله وال طالبان په څو ډلو ویشل شوي او افغان حکومت د طالبانو د ټولو ډلو سره د خبرو کولو لپاره چمتو دی.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر نور کارپوهان د سولې د خبرو لپاره وخت ټاکل حتمي او د وخت سپما ګني.

له دغو کارپوهانو له ډلې سراج الحق سراج وايي چې افغان حکومت باید په دې برخه کې د یو میکانیزم او حساب له مخې مخته ولاړ شي:

"باید یو له هغو اساسي میکانیزمونو چې د سولې د پروسې په برخه کې پرې کار کېږي هغه باید د وخت معلومول وي؛ څکه پاکستان تل وخت تېرونه کوي؛ که پاکستان دوه میاشتنۍ موده منلې وي؛ دا ډېر مثبت کار دی، خو په دغه دوه میاشتو کې دولت باید په یو قوي میکانیزم سره مخته ولاړ شي؛ باید په دوه میاشتو کې داسې مهال ویش جوړ شي چې کومه اونۍ په کومه موضوع خبرې وشي؛ طالبان کومې ډلې راځي، کومې نه راځي او پتې یې چېرې دي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د افغانستان د سولې لپاره له څلور اړخیزې غونډې هرکلی کړی دی او د چین د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دغه هېواد د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د همکارۍ لپاره چمتو دی.

ټاکل شوې چې د افغانستان، پاکستان امریکا او چین تر منځ د څلور اړخیزې غوندې دوهم پړاو چې په هغې کې به تر ډېره د سولې د لارې د نقشې په اړه خبرې وشي راتلونکې دوشنبه په کابل کې جوړه شي.

XS
SM
MD
LG