د سياسي چارو کارپوه او ليکوال احمد رشيد وايي، اوس مهال طالبان پر ډېرو ډلو وېشل شوي دي او داسې هيڅ تضمين نشته چې طالبان به خپلمنځي اختلافات حل کړي او د سولې خبرو ته به اماده شي. خو دی دا هم وايي چې د پاکستان پوځ له ډيرو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د سولې د خبرو په اړه جدي دی.
دی وايي چې د پاکستان پوځ یوه ستراتيژيکه پرېکړه کړې ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکراتو ته لاره هواره کړي.
ملالۍ بشير له احمد رشيد سره مرکه کړې او په سر کې يې ځيني پوښتلي چې افغان ولسمشر د افغانستان د سولې په پروسه کې د نړېوالو تضمين کوونکو غوښتنه کړې ده.
اوس د چين، امريکا پاکستان او افغانستان تر منځ د افغانستان د سولې د پروسې د چوکاټ لپاره غونډه تر سره شوه.
ايا دا به نتيجه ولري؟