د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

په اسلام اباد کې د سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه دوام لري


په افغانستان کې د سولې لپاره د یوه چوکاټ د رامنځ کولو په هدف نن په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین هېوادونو د ډیپلوماټانو غونډه پرانېستل شوه.

په بهرنیو اړیکو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین هېوادونو د ډیپلوماټانو غونډه نن په اسلام کې پرانېستل.

په دغه غونډه کې چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو د یوه چوکاټ پر جوړیدو بحث کیږي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت معین حکمت خلیل کرزی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معین عزیز چوهدري او د امریکا او چین یو شمېر مهم چارواکي ګډون لري.

په بهرنیو اړیکو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د غونډې د پرانستنې په مراسمو کې د یوې باوري فضا په رامنځ ته کیدو ټنګار وکړ.

د افغانستان د اجرایه ریاست ویاند مرستیال جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ وویل چې پاکستان پر طالب وسله والو خپلې مالي سرچیني بندوي او دا هېواد به د هغه طالبانو لېست د افغانستان حکومت ته وسپاري چې غواړي له افغان حکومت سره خبرې وکړي او ۱۴ کلن جنګ پای ته ورسوي.

خو د اسوشیټیډ پریس اژانس د راپور په اساس د ملي امنیت په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د داسې یوه لېست په اړه چې په هغه کې د یو شمېر هغه وسله والو نومونه وی چې د افغان حکومت سره خبرو ته حاضريږي معلومات نه دي ورکړي.

کابل له ډیره وخته اسلام اباد د وسله والو طالبانو په ملاتړ تورنوي.

خو په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو له خوا د بودا د مجسمې لمنځه وړلو ته په اشارې چې د پاکستان په شمول د یو شمېر هېوادونو د مخالفت سره مخ شول سرتاج عزیز اسوشیټیډ پریس اژانس ته وویل:

"طالبانو ان په ډیرو مهمو حالتونو کې زموږ خبرو ته غوږ نه دی نیولی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي ویلي چې د اسلام اباد غونډه د امریکا چین او پاکستان په همکارۍ د افغانانو ترمنځ په راتلونکي کې د خبرو فرصت برابروي.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرې په ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر تر مړیني وروسته وځنډلې او د طالبانو په منځ کې د مشر پر ټاکلو اختلافات رامنځ ته شول.

رویټرز خبري اژانس لیکي طالبان چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې له واکه لرې شول د افغان حکومت سره يې د خبرو په اړه یو واحد دریځ نه درلود او د دې ډلې ډیرو کسانو د خبرو سره مخالفت ښکاره کړ.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG