د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۱۳

سرخط: څلور اړخه، څلور ادرسه او څلور وعدې


د کابل چاپ د نن ورځو ورځپاڼو تبصرې او سرمقالې تر ډيره په اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په څلور اړخیزې غونډې متمرکزې دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې څلور اړخه، څلور ادرسه او څلور وعدې.

په سرمقاله کې راغلي چې پاکستان باید د ملا اختر محمد منصور ډله او حقاني شبکه د سولې خبرو ته چمتو کړي او افغان حکومت هڅه وکړي چې د طالبانو له ویشل کیدو څخه د سولې په خبرو کې ښه ګټه واخلي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې د سولې خبرې باید پخوا نتیجې ته رسیدلې وای، خو د لیکوال په باور، پاکستان د ملاعمر د مړینې په اعلان سره د سولې پیل شوې پروسه ګډه وډه کړه او په همدې اساس یې یو کال په افغانستان کې جګړه توده وساتله.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د اسلام آباد څلور اړخیزه غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې لا هم د پاکستان په صادقانه همکارۍ شکونه موجود دي.

په مطلب کې راغلي چې که امریکا او چین پر پاکستان سیاسي او اقتصادي فشارونه راوړي، د سولې د خبرو ټینګښت ته هیلې کیدای شي.

د مطلب لیکوال د نظر د خاوندانو په حواله لیکلي چې پاکستان لا هم په خپلو ژمنو کې صادق نه دی او ممکن یو شمېر طالبان د امتیاز اخیستو لپاره د سولې خبرو ته حاضر او نور د جګړې په ډګر کې وساتي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د سولې د ټینګښت مسئولیت د ټولنې ټول غړي لري، خو په دې شرایطو کې باید رسنۍ هم د سولې په برخه کې خپل رول ادا کړي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، که څه هم رسنۍ اجرایي واک نه لري، خو اغیز یې هم له اجرایي صلاحیت څخه کم نه دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، معلومه خبره ده چې وسله وال مخالفین له بهره تمویلیږي، خو که افغانان یو موټی شي، د سولې خبرې به یوې نتیجې ته ورسیږي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې سپارښتنه کړې چې پاکستان صادقانه همکاریو ته وهڅوئ.

په سرمقاله کې راغلي چې د اسلام اباد د څلور اړخیزې غونډې ښکیل هېوادونه نن په دې خبرې کوي چې څنګه له وسله والو طالبانو سره افغان حکومت سوله وکړي.

د ورځپاڼې په باور، د سولې په خبرو کې باید افغان حکومت سرې کرښې هم وټاکي او هڅه وکړي چې د تیرو دیارلسو کلونو لاسته راوړڼې خوندي وساتي.

XS
SM
MD
LG