د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

په کابل کې ۴۱۱ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي


د کابل امنیه قومانداني وايي، په تېرو شاوخوا دوه میاشتو کې يې په کابل ښار او د دې ولایت ولسوالیو کې؛ څلور سوه یوولس کسان نیولي دي.

غلا، د انسان او وسایطو تښتول، د وسلو لېږد، د مخدرو موادو خرڅول او بد اخلاقي هغه پیښې دي چې د کابل امنیه قوماندانۍ یې په تړاو؛ څلور شوه یوولس عاملین نیولي دي.

د کابل امینه قوماندانۍ نیول شوي کسان له اثباتیه موادو او شواهدو سره یوځای د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وښودل.

د کابل امنینه قوماندان عبدالرحمن رحیمي وویل؛ د یادو پېښو عاملین یې د کابل ښار په مختلفو ناحیو او د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې نیولي دي:

"په تېرو درېیو اوونیو کې څلور سوه، یوولس مظنونین په یو سلو درې اتیا جرمي پېښو کې نیول شوي.

اته سړي تښتوونکي، اته ویشت مظنونین د قتل په شپاړسو پېښو کې؛ درې اویا کسان د غلا په نهه پنځوس پېښو کې؛ د یارلس تنه د لارو شکولو په پېښو کې نیول شوي دي.

همدارنګه په لسګونو نور کسان د مخدرو موادو د خرڅولو؛ بداخلاقۍ او داسې نورو پیښو کې نیول شوی دي."

ښاغلي رحیمي وویل، په نیول شویو کې داسې کسان وو چې پولیسو يې له اوږدې مودې راهیسې د نیولو هڅې کولې.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار یانو تل د دې پېښو له زیاتوالي شکایتونو لرل او په دې اړه یې خپلې ستونزې له پولیسو سره شریکې کړې دي.

خلک وايي، دا د جرمونو هغه ښکاره مثالونه دي چې پولیس یې په کشف او د عاملینو په نیولو بریالي شوي حال دا چې ګڼ جرمونه شته چې تراوسه پولیسو، نه دي کشف کړي.

کارپوهان وايي، د قانون حاکمیت او د پولیسو د کشفي مهارتونو لوړوالی، کولی شي چې د جرمونو سطح ټیټه کړي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر فقیر محمد فقیر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د قانون حاکمیت کمزوری دی او دا د دې لامل کېږي چې په ټولنه کې بې نظمي او جرمونه زیات شي؛ نو که قانون په جدي پلی او د جرم د کشفولو مهارتونه لوړ شي؛ د دې جرمونه اندازه به کمه شي."

ځینې نور کارپوهان بیا د دې پېښو د کمېدو لپاره؛ د کار د زمینو په برابرولو تاکید کوي.

دوی د دې پېښو د زیاتوالی لامل، په هېواد کې بېکاري او اقتصادي کمزوري ده.

حکومت وايي، د روانو ستونزو کمولو ته یې هڅې جاري ساتلي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG