یو ځل بیا د سولې د خبرو اترو اوازو د مدني ټولنو او بشري حقونو تر منځ مثبت غبرګونونه او هیلې راپارولي دي.
د سولې خبرو لپاره د خلکو د خبرو اترو په نوم کمېټه چې د ۱۱ مدني بنسټونو او بشري حقونو خپلواک کمېسیون څخه جوړه شوې په اسلام اباد کې د جوړېدونکې څلور اړخیزې غونډې هرکلی کوي او وايي چې دا ناسته د طالبانو سره د بیا خبرو پیلېدو په معنا ده.
د دې کمېټې غړی احمد فهیم حکیم وايي چې په دې اړه دوی د خلکو څخه هم یوه نظر پوښتنه کړې چې د ډېرو خلکو نظر یې په اړه مثبت دی.
ښاغلی حکیم وايي:
"د سولې لپاره په ۱۰ مادو شامله یوه نقشه افغان دولت، نړیوالې ټولنې او مدني ټولنو ته سپارل شوې ده په دې پروګرام کې له ۶۰۰۰ څخه د ډېرو کسانو مشورې اخیستل شوي دي، ډېره هڅه شوې چې د خویندو، جنګ د قربانیانو او د هغو کسانو څخه چې د سولې پروسې سره یو ځای شوي مشورې اخیستل شوي دي."
دا کمېټه د افغان جګړې ختمېدل یوازې د سولې خبرو اترو له لارې ممکنه ګڼي خو ټینګار کوي چې له دې ټولو سره د هېواد لاسته راوړنې باید خوندي پاتې شي.
که څه هم د دغې نظر پوښتنې ډېر ځوابونه مثبت او خلک ترې خوښ برېښي خو ټینګار په دې کېږي چې د اسلام اباد په څلور اړخیزه غونډه کې باید د سولې پروسې په اړه افغان لوري ته ضمانت هم ورکړل شي.
د سولې خبرو لپاره د خلکو د کمېټې غړې سونیا اسلمي په دې اړه وايي:
"باید د سولې په اړه د هر ډول توافق لپاره معتبر ضمانتونه په نظر کې ونیول شي."
بلخوا یو شمير مدني ټولنې د سولې لپاره وار دمخه شرطونه مطرح کوي.
د جنګ پای ته رسېدل، د څو کلنو لاسته راوړنو او ارزښتونو ساتنه او د ښځو حقونو ته پاملرنه د خلکو هغه غوښتنې دي چې د مدني فعال غلام علي بریال په باور باید له پامه ونه غورځول شي.
ښاغلي بریال زیاته کړه:
"کمېټه غواړي چې ملکي تلفات ودرېږي د نه کنترولوونکو وسلو څخه ګټه نه اخیستل او په پای کې اوربند ته د رسېدو مسایلو ته باید د سولې په نقشه کې ځای ورکړل شي."
د سولې په تړاو د خلکو کمېټې له دې غوښتنو ور هاخوا د ستونزو د حل لپاره ۳۳ فقریزه د حل نقشه هم تیاره کړې چې د دوی په باور ټول مهم ټکي یې پکې راټول کړي دي.
دا کمېټه وايي چې په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا تر منځ جوړېدونکې غونډه هم باید شفافه وي او له نتیجو یې ټول ملت خبر کړل شي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ