د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

افغان: د سولې د خبرو له پیل مخکې باید ښکېلې خواوې اوربند وکړي


د افغان ځوانانو د همغږۍ مرکز په هېواد کې د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د سولې پروسې د عملي پیل لپاره دې نرمښت وښيي.

په افغانستان کې د سولې د بهیر له پیچلي مزل سره ډېر وخت ناهیلیۍ مل وې؛ خو وخت نا وخت بیا د دې پروسې د پرمختګ لپاره وړاندیزونه هم کېږي.

د افغان ځوانانو د ټولنیزو او مدني ټولنو د همغږۍ مرکز وايي چې د سولې پروسې د عملي پیل لپاره دې د جنګ ښکیلې خواوې یوه بل ته انعطاف او نرمښت وښيي.

د دغه مرکز لسګونو غړو د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې ټینګار وکړي چې د سولې په پروسه کې باید د ځوانانو ونډه هېڅ وخت له پامه ونه غوروځول شي.

د مرکز بنسټ ایښودونکی عبدالودود افغان وايي چې د ځوانانو غوښتنه دا ده تر څو د خبرو له پیله مخکې دې دواړه خواوې په اوربند سلا شي:

"مونږ د جګړې ښکیلې خواوې د اسلامي ارشاداتو په اساس مکلفې ګڼو چې سولې ته تر جګړې لومړیتوب ورکړي او هغه د سیاسي اړینې پروسې په توګه مطرح کړي؛ د هېواد یو ولایت دې د سولې ولایت په نوم اعلان کړي او هلته دې د ښکېلو خواوو تر منځ د منځګړو ډلو په منځګړیتوب ټولې خبرې او اختلافات مطرح شي چې دوی یې تر منځ لري او د دې کار لپاره دې جنګ ته هم نه وویل شي."

ښاغلی افغان وايي چې که د سولې خبرې د یوه کس یا د دوی په وینا د ناکامې سولې عالي شورا له خوا په مخ وړل کېږي هېڅ کله هم نتیجې ته نه رسیږي.

افغان ځوانان داسې وخت د سولې پروسې د برخلیک په اړه ناسته کوي چې ټاکل شوي د سولې په اړه د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د څلورو هېوادونو تر منځ ابتدایه ناسته وشي.

افغان حکومت ویلي چې په دې غونډه کې د پاکستان افغانستان، امریکا او چین استازي خبرې کوي تر څو د وسله والو مخالفینو سره د مخامخ ناستې په څرنګوالي وغږیږي.

له دې وړاندې د سولې د پروسې د بریالي کېدو لپاره تر ټولو ډېرې هیلې د تېر میلادي کال د جولای په میاشت کې څرګندې شوي وې چې د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو پلاوي یو له بل سره مخامخ د پاکستان په مري ښار کې خبرو ته کښېناستلي وو.

بل خوا یو شمېر افغانان وايي چې د سولې د خبرو په سر باید هېڅ معامله و نه شي او د افغان حکومت تېر څوارلس کلن پرمختګونه وساتل شي.

د ځوانانو د ټولنیزو او مدني ټولنو د همغږي مرکز غړی سید احمد احمدي:

"ارزښتونه او د تېر حکومت لاسته راوړنې باید معامله نه شي دې موضوع ته باید د سولې په خبرو کې جدي پاملرنه وشي؛ افغانان چمتو نه دي چې دا ارزښتونه له لاسه ورکړي. دوی غواړي ملاتړ یې وکړي."

دوی وايي چې د رسنیو ازادي، بشري حقونو ته احترام د بیان ازادي او داسې نور ارزښتونه نباید له منځه ولاړ شي.

افغان ځوانان داسې وخت د سولې په پروسه کې د ګډون لېوالیتا او ورته وړاندیزونه لري چې له دې وړاندې افغان ښځو هم په دې اړه ځینې وړاندیزونه کړي دي.

خو دا چې د څلورو هېوادونو تر منځ لومړی دا ناسته به د سولې خبرو ته څنګه زمینه برابره کړي هغه موضوع ده چې په راتلونکي کې به روښانه شي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG