د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

کونړ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۸ تنه وژل شوي او ۸ تنه ټپیان دي


د کونړ چپې درې ولسوالۍ کې له غره څخه د یوه موټر د غورځېدو له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنيه قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل ازادۍ راډیو ته وویل تېر ماښام د سپرلیو یو موټر چې د چپې درې په غرنۍ سیمه کې روان و، د سرک د خرابوالي له امله له غره ښوېیدلی او په نتیجه کې يې ۱۶ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي سیدخېل وویل:

"تېره شپه تقریباً د ماښام شپږ بجې وې، یو بار وړونکی موټر په دره کې دننه روان و، په لاره کې د غره د ښوېیدو او د موټر چلوونکي د بې پامۍ له امله له غره غورځېدلی چې په کې اته تنه ځای پر ځای مړه شوي، ټپیان چې کله سیمه ییز کلینیک ته انتقال شوي دوه تنه هلته مړه شوي او نور ټپیان يې روغتون ته رسولي دي."

هغه وویل ټپیان نېږدې روغتیايي مرکزونو او د اسعد اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي او اوس د درملنې لاندې دي.

د کونړ د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر احسان الله فضلي ازادۍ راډیو ته وویل دغه ټپيان د چپې درې اړوند د سینزو روغتیايي مرکز او د اسعد اباد روغتون ته رارسول شوي دي.

ښاغلي فضلي زیاته کړه:

"اته تنه د پېښې په ځاي کې مړه شوي، دوه تنه د سینزو روغتیايي مرکز او دوه نورو يې د اسعد اباد په روغتون کې ساه ورکړې، څلور تر درملنې لاندې دي او روغتیايي حالت یې ښه دی."

خلک وايي د سړکونو د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بې پروايۍ له امله د کونړ په لیرې پرتو سیمو او په تور سړک ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي چې له امله يې یو شمېر کسان مړه او یو شمېر يې ټپیان کېږي، حکومت ته په کار ده چې د سړکونو په جوړولو او د ترافیکي قوانینو په پلي کولو سره د دغو پېښو مخه ونیسي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG