د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۰۵

ترکيه: د داعش پرضد مو د عراق په شمال کې پوځي حضور ضروري دى


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل؛ ترکيه د عراق په شمال کې د خپلو پوځيانو دېره ساتلو ته اړتيا لري.

ترکي چارواکي وايي د عراق په شمال بعشيقه کې د ترکيې د ځاى پر ځاى شوې پوځي قطعې سرتېري د داعش ډلې په وړاندې د مبارزې لپاره د عراق ملېشه روزي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په استانبول کې خبريالانو ته وويل، ترکيې د داعش د مخنيوونکي بريد په لړ کې د دې سختدريځې ډلې ١٨ جنګيالي چې غوښتل يې په بعشيقه کې نفوذ او بيا پر کمپ بريد وکړي، وژلي دي.

اردوغان په بعشيقه کې د اضافي پوځيانو د ځاى پر ځاى کولو دفاع وکړه:

”موږ اورېدلي چې د داعش ډلې ١٨ غړي وژل شوي دي. د ترکيې سرتېرو ته زيان نه دى رسېدلى. دا څرګندوي چې په بعشيقه کې د ترکي پوځيانو ځاى پر ځاى کول سمه پرېکړه وه.“

د اردوغان په خبره په بعشيقه کې ځاى پر ځاى شوي ترکي پوځيان به په سم وخت کې ضروري اقدام کوي او دغه کار ته به ادامه ورکوي.

هاخوا بغداد ټينګار کوي، چې د عراق په شمال کې د ترکي پوځيانو ځاى پر ځاى کېدل د نړيوال قانون سرغړونه ده او بايد له هغه ځايه وايستل شي.

بغداد دغه قضيه د امريکا له متحدو ايالتونو، ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو سره شريکه کړې او هڅه کوي د فشارونو په مرسته ترکيه مجبوره کړي، خپل سرتېري د عراق له شماله وباسي.

د امريکا له خوا د فشارونو په نتيجه کې د ځينو پوځيانو تر ايستلو وروسته د ترکيې ولسمشر د ټولو پوځيانو ايستل رد کړل.

د اردوغان د پرونيو څرګندونو په ځواب کې په بغداد کې د عراق ګډې عملياتي قوماندانۍ يوه اعلاميه خپره کړه او ادعا يې په کې کړې، چې په بعشيقه يا نورو سيمو کې د داعش له خوا پر ترکي ځواکونو کومه حمله نه ده شوې.

که څه هم د عراق له شماله د ځينو رسنيو په راپورونو کې د تېرې اوونۍ په بهير کې د داعش ډلې د ١٨ جنګياليو وژنه تاييد شوې، خو په ځينو نورو راپورونو کې بيا ويل شوي چې دغه سخت دريځي وسلوال د ائتلاف په هوايي حملو کې وژل شوي، نه د ترکي يا عراقي پوځيانو له خوا.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل، پر انقرې د بغداد د دې ناڅاپي انتقاد تر شا د روسيې لاس دى:

”ترکيې ته د عراق د صدراعظم حيدر العبادي د سفر پر مهال مو پر دغو موضوعاتو خبرې کړي. دوى له موږ نه د عراقي پوځيانو د روزنې غوښتنه وکړه. دوى له موږ په دې پوځي اډه کې د دغو پوځيانو د روزنې درخواست وکړ. خو کله چې له روسيې سره د ترکيې اړيکې بحراني شوې، دغه راز وروسته له هغې چې روسيې، ايران او سوريې په بغداد کې دفترونه پرانيستل دغه منفي بدلونونه راغلل.“

د انقرې او مسکو ترمنځ اړيکې وروسته له هغې کړکېچنې شوې، چې د نوامبر مياشتې په اخرو کې ترکيې يوه روسۍ الوتکه وويشتله.

ترکيه وايي دغه الوتکه د سوريې پولې ته څېرمه د ترکيې هوايي حريم ته داخله شوې ده.

XS
SM
MD
LG