د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

افغان حکومت هڅه کوي د غوراوي کمېټې د برخلیک لپاره یوه قانوني حل لار ومومي


د افغانستان حکومت وايي هڅه کوي چې د انتخاباتي کمیسیونونو د غړیو د غوراوي کمیټې د ګونګ برخلیک په اړه یوه منطقي او قانوني حل لاره پيدا کړي.

که څه هم د ملي شورا له خوا د انتخاباتو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان ردېدو د غوراوي کمیټې فعالیت له حقوقي پلوه له خنډ سره مخ کړی دی؛ خو حکومت وايي، دې ستونزې ته د یوې قانوني او منطقي حل لارې په لټه کې دي.

دا خبره د حکومت یوې سرچینې د شنبې په ورځ آزادي راډيو ته د نوم نه ښودلو په شرط وکړه.

په همدې حال کې د انتخاباتو د څار سازمان (ایوا) اجراییه رییس جانداد سپین غر وايي؛ په انتخاباتي سیسټم کې اصلاحات مهم دي او په دې اړه هم ملي او هم نړېواله اجماع شته.

ښاغلي سپين غر د شنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې حکومت کولای شي؛ له نورو قانوني لارو چارو د اصلاحاتو بهیر ته دوام ورکړي:

"د اصلاحاتو لړۍ دومره مهمه ده چې حتمي ده؛ باید ورته د حل لاره پيدا شي. امیدواره یو حکومت په دې اړه قانوني لارې وکاروي چې دغه مشکل حل شي."

نوموړی سپارښتنه کوي چې ولسمشر کولای شي دا فرمان تر تصحیح وروسته یو وار بیا ملي شورا ته و لېږي او یا هم له ستري محکمې د اساسي قانون د ۱۰۹ مادې په اړه تفسیر وغوښتل شي چې آیا ملي شورا کولای شي په وروستي کال کې د انتخاباتي مسایلو په اړه پرېکړه وکړي او که څنګه.

د افغانستان ولسي جرګې دوه اونۍ مخکې او مشرانو جرګې تېره سې شنبې د انتخاباتي اصلاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ.

د انتخاباتي کمېسیونونو د غړیو د غوراوي کمېټې غړي فهیم دشتي آزادي راډيو ته وویل چې د فرمان تر ردېدو وروسته دوی له قانوني خنډ سره مخامخ دي او د خپل کار د برخلیک په اړه د حکومت پرېکړې ته په تمه دي.

اخوا د حقوقي چارو کارپوه اجمل هوډمن آزادي راډيو ته وویل چې د انتخاباتي کمیسیونونو سره سیاسي چلند شوی دی او که په انتخاباتي قوانینو کې تعدیل هم رانه شي؛ د اصلاحاتو امکان شته.

"که دوی تخنیکي ولاړ شي د انتخاباتو په سیسټم کې، بې له دې چې موږ قوانین تعدیل کړو، ډېر کولای شو اصلاحات راولو چې وشو کولای راڼه انتخابات ولرو. دوی موضوع سیاسي کړې او یوازې یې د کمیسیونو غړي په نښه کړي دي."

نوموړی سپارښتنه کوي چې که د انتخاباتي کمیسیونونو د استخدام پروسې ته جدي پام وشي او پر کاندیدانو څارنه موجوده وي؛ نو دا به روانې انتخاباتي ستونزې حل کړي.

خو د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله تېره اونۍ په یوه خبري غونډه کې ټينګار وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره به نوي کمېسیونونه جوړ شي.

XS
SM
MD
LG