د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

افغان چارواکو د سعودي او ایران په روان سیاسي بحران خواشیني وښوده


د افغانستان جمهوري ریاست د سعودي عربستان او ایران ترمنځ پر روان سیاسي بحران خواشیني څرګنده کړه.

د ارګ خبرپاڼه وايي، د ریاض او تهران ترمنځ سیاسي ناندرۍ د ټولې سیمې په زیان دي او دواړو خواوو ته ښايي چې خپلې لانجې د مذاکرو له لارې حل کړي.

افغان حکومت پرون پنجشنبې پر ایران او سعودي عربستان ږغ وکړ چې د هېوادونو د ډېپلوماټیکو اړیکو د تنظیم لپاره د ویانا کنوانسیون ته پام وکړي او خپلې سیاسي لانجې د خبرو له لارې هوارې کړي.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي چې د ویانا د کنوانسیون پر اساس، هر هېواد په خپله خاوره کې د نورو دولتونو د ډیپلوماټانو او ډیپلوماټیکو ځایونو د امنیت ټینګولو او پر هغوي د حملو مخنیوی مسئولیت لري.

د افغانستان حکومت په تهران او مشهد کې د سعودي عربستان پر سفارت او قونسلګرۍ حملې د نړېوالو ډیپلوماټیکو تړونونو مخالف کار بللی دی.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د اسلامي هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې له کړکیچه تاثر څرګند کړ.

عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"موږ د داسې هېواد په توګه چې له بحرانه متاثر شوي یو، په اسلامي هېوادونو کې د کړکیچ له امله خواشیني یو او هیله لرو چې دا به لنډ مهالې مسئله وي ژر تر ژره به حل شي. زموږ موقف په دې اړه څرګند دی."

په سعودي عربستان کې د شیعه عالم شیخ نمر النمر اعدام په ایران کې پراخ اعتراضونه وپارول او یو شمېر قهرجنو خلکو په تهران او مشهد کې، د سعودي عربستان پر ډیپلوماټیکو ماموریتونو حملې وکړې.

د دې پېښو په وړاندې په غبرګون کې دواړو هېوادونو د یوه اوبل ډیپلوماټان وشړل.

تر دې وروسته یو شمېر نورو عربي هېوادونو لکه بحرین، سوډان او قطر هم له ایران سره د ډیپلوماټیکو اړیکو پای اعلان کړ.

د افغانستان ولسي جرګې هم د اسلامي هېوادونو له کنفرانس، ملګرو ملتونو او د اسلامي هېوادونو له رهبرانو وغوښتل چې په منځني ختیځ کې د روان بحران د حل هڅې وکړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د روان سیاسي کړکیچ په اړه اندیښنه څرګنده کړه او دا مسئله یې د ټولې سیمې امنیت ته یې د ګواښ وړ وبلله.

XS
SM
MD
LG