د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د چابهار د بندر په اړه به د افغان،ایراني او هندي چارواکو خبرې پیل شي


ټاکل شوې ده چې د افغانستان، ایران او هند استازي په نژدې راتلونکې کې غونډه وکړي. د دې درې اړخیزې غونډې پریکړه، ایران ته د افغانستان د اجرایي رییس عبداله عبداله د سفر پر مهال وشوه چې په کې به د چابهار د بندر په اړه خبرې وشي.

د اجرایي رییس مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډيو ته وویل چې عبداله عبداله په خپله د ایران د درې ورځني سفر په وروستۍ ورځ چابهار ته ورغی او هلته یې وویل:

"ډاکټر عبداله هلته وویل چې چابهار د افغانستان لپاره، بحر ته تر ټولو لنډه او ارزانه لاره ده نو د همدې لپاره ده ټینګار وکړ چې دا بندر باید ژر فعاله شي تر څو د افغانستان تکیه پر ګوادر کمه شي او له دې بندر څخه په ارازنه بیه افغانستان صادرات او واردات وکړي."

افغانستان چې تېره میاشت یې د سوداګري د نړېوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، هڅې کوي چې د منځنۍ اسیا او ایران له لارې صادرات او واردات زیات کړي.

ایران د چابهار د بندر په برخه کې د افغانستان له اجرایي رییس سره د خبرو پر مهال ژمنه وکړه چې هغو افغانانو ته به یو لړ تسهیلات ورکړي چې په چابهار کې پانګونه کوي.

جاوید فیصل یې په اړه وایي:

"د ایران حکومت ژمنه وکړه، که څوک غواړي چې په چابهار کې پانګونه وکړي له هغوی څخه مالیه نه غواړي، هغوی له ویزې څخه معاف دي او هغوی له ګمرکي مالیاتو څخه هم معافي ترلاسه کوي په دغو درېیو برخو کې پانګوال ګټه کوي نو له دې خاطره ډیر مناسب فرصت دي چې افغانان په چابهار کې پانګونه وکړي ترڅو یې هم بدیله لاره موندلې وي او هم یې ژر اموال تر افغانستان پورې رسیدلي وي او همدا راز یې له افغانستانه ژر تر بحر پورې ورسوي."

د زرنج او دلارام تر منځ لاره چې افغانستان له چابهار سره نښلوي جوړه شوې ده. دا لاره د هند په مرسته پخه شوې ده.

عبداله عبداله تېرماښام له ایرانه کابل ته ستون شو.

له هند او ایران سره د غونډې په اړه د اجرایي رییس مرستیال ویاند ازادي راډیو ته وویل چې کمېسیون به جوړ شي څو د دې غونډې پر لارو چارو بحث وکړي او د کابل، تهران او نوي ډیلي ترمنځ غونډې ته وخت وټاکي.

XS
SM
MD
LG