د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۰

"په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو لپاره د مرګ سيورۍ"


ډېلي بيسټ ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو لپاره د وينې تويولو او د مرګ سيورۍ بیا راغلی، تر نامه لاندې مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼې د هلمند د مارجې ولسوالۍ وروستۍ پېښې ته په اشاره سره ليکلي چې په کې يو امریکايي سرتېری ووژل شو او دوه کسه ټپيان شول.

ورځپاڼه زیاتوي چې د دغو کسانو وژل کېدل او ټپي کېدل دا پوښتنه راپورته کوي چې په افغانستان کې د امریکا اوسنی ماموریت څه دی او د امریکا د دفاع وزارت هم په دې بحران کې خپل ماموریت پټ ساتلی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، دا سرتېري چې د امریکا له ځانګړي قوا سره يې تړاو درلود، په مارجه کې له افغان ځواکونو سره د مرستې په حال کې وژل شوي او ټپيان شوي دي او دا په دې مانا ده چې په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو قواوو د سرتېرو شمېر کافي نه دی چې د افغانستان په ټولو ستونزمنو سیمو کې ووېشل شي او عملیات تر سره کړي.

له بلې خوا په عراق او سوریه کې د امریکا ځانګړي قووتونو په عملیاتو بوختې دي او له همدې کبله د دوی وېش په دې ډول شوی چې نه شي کولای د عادي قوې په توګه په بحراني سيمو کې فعاليت وکړي.

د ډېلي بيسټ ورځپاڼې په وينا، د امريکا په دفاع وزارت کې ځيني په دې باور دي چې په ۲۰۱۶م کال کې به عراق او سوريه د امريکا د توجه مرکز نه وي بلکه د افغانستان بحران به بیرته د توجه مرکز وګرځي.

ورځپاڼه زياتوي چې په مارجه کې د امریکايي سرتيري مړينه په روان عيسوي کال کې د امریکا لومړۍ قرباني وه او د تېرو څو اوونيو په اوږدو کې دا په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو اوومه قرباني ګڼل کيږي.

د ډېسمبر په يويشتمه د امریکا شپږم سرتېری د کابل په دېرش کيلو مترۍ کې د بګرام په اډه کې ووژل شو.

هفنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې په مزار شريف کې د هند پر قونسلګرۍ د حملې په اړه لیکلي چې دا تروريستي حمله او د هندوستان په پټان کوټ کې حمله څرګندوي چې پاکستان هر څه که په څرګنده توګه وايي چې په خپل سياست کې يې تغیر راوستلی دی خو په عمل کې اوس هم د تروريستي او جهادي پديدې څخه په افغانستان او هندوستان کې د يوې وسيلې په توګه کار اخلي.

د ورځپاڼې په وينا، پاکستان له دغو افراطي ډلو څخه په خپله نيابتي جګړه کې کار اخلي او داسې ګڼي چې دا جکړې کولای شي د پاکستان بهرنی سياست پياوړی کړي او په افغانستان کې د هند د نفوذ مخنيوی هم وکړي.

له بلې خوا د هفنګټن پوسټ د ليکنې له مخې، د سېپتمبر له يوولسمې وروسته، د پاکستان د هغه وخت ولسمشر پروېز مشرف د تروريزم پر ضد د جګړې برخه شو خو بيا هم هغه ډلې چې په افغانستان او هندي کشمير کې يې جګړه کوله، په پاکستان کې آزادي غوښتونکي بلل کېدې.

د ورځپاڼې په وينا، د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال راحيل شريف په نوومبر مياشت کې واشنګټن ته د خپل سفر پر مهال وويل چې نور به د جهادي ډلو تر منځ توپير نه کوي او ټولو ته به په يوه سترګه ګوري.

په څرګنده توګه پاکستان په خپل سياست کې يو تغير ښودلی خو د دې هېواد پوځ او په ځانګړې توګه استخباراتي اداره يا آی ايس آی په هيڅ ډول دې خبرې ته ژمن نه وو.

د ورځپاڼې په وينا، تر هغه وخته چې په امريکا کې د پاکستان تبليغات پيرودونکي لري او د دوی ژمنې جدي ګڼل کيږي، هيڅ دليل نشته چې پاکستان په ريښتوني ډول خپل سياست تغير کړي.

XS
SM
MD
LG