د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

په بلخ کې د هند پر قونسلګرۍ حمله د هېواد له پولو هاخوا پلان شوې وه


د هند پر قونسلګرۍ حمله کوونکو د یوې خونې په دېوال په خپلو وینو دا پیامونه په اردو ژبه لیکلي.
د هند پر قونسلګرۍ حمله کوونکو د یوې خونې په دېوال په خپلو وینو دا پیامونه په اردو ژبه لیکلي.

په بلخ کې د هند پر قونسلګرۍ د حملې په اړه تازه معلومات ښايي چې دا برید د یوې بهرنۍ تروریسي ډلې له خوا ترسره شوی دی.

په بلخ کې د هند پر قونسلګرۍ د حملې له پای ترسېدو څخه څه باندې ۲۴ ساعت تېر شول او اوس مهال په دې ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې د دې وسله والې حملې څخه تر لاسه شوي لاسوندونه او معلومات دا ښايي چې د هند پر قونسلګرۍ د برید تر شا د یوې بهرنۍ تروریستي ډلې لاس دی.

د بلخ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د حملې له پای ته رسېدو وروسته دوی د وسله والو حمله کوونکو ټلیفونونه او داسې نور اسناد ترلاسه کړي چې څرګندوي دا برید د چا او کومې ډلې له خوا ترسره شوی؛ خو اوس وخت د امنیتي ملحوظاتو له امله نه شي کولی دا معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

قادري وویل، د خپلو څېړنو له بشپړېدو سره سم به ټول جزییات رسنیو ته په ډاکه کړي:

"د معلومات د بشپړېدو سره سم په ټول جزییات له رسنیو سره شریک کړو؛ نښې نښانې او پیامونه چې په اردو ژبه لیکل شوي دا ښايي چې برید د یوې بهرنۍ تروریستي ډلې له خوا شوی دی."

په مزارشریف کې د هند قونسلګرۍ ته څېرمه په هغه تعمیر کې چې وسله والو بریدګرو په کې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې سنګر نیولی و؛ داسې نښې نښانې تر سترګو کېږي چې ښايي دا حمله دې افضل ګورو د انتقام په خاطر ترسره شوې ده.

د حملې له پای ته رسېدو وروسته افغان خبریالانو ته اجازه وکړل شوه؛ ترڅو د خپلو معلومات د بشپړولو په خاطر دې تعمیر ته ورننوځي او دا نښې نښانې له نږدې وویني.

په دې تش تعمیر کې چې څه باندې درې میاشتې پځوا د یوه بهرني بنسټ ډفتر و؛ اوس مهال د خونو په دېوالونو یې وسله والو برېدګرو په خپلو وینو په اردو ژبه پیامونه لیکلي دي او دا ښايي چې د هند پر قونسلګرۍ دا برید د افضل ګورو د انتقام په منظور ترسره شوی دی.

افضل ګورو د کشمیر شمالي درې اصلي اوسېدونکی و او په کال ۱۹۸۸ کې د کشمیر د آزادۍ له جبهې (JKLF) سره یو ځای شو؛ نوموړی په کراتو د هند دولت پر خلاف د تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو په تور نیول شوی و او بالاخره په ۲۰۰۱ کال کې د هند پر پارلمان د برید په تور ونیول شو چې په کال ۲۰۱۳ کې د هند په یوه زندان کې اعدام کړی شو.

تېره ورځ په کابل کې د هند سفیر امر سینها چې کاري دوره یې هم ختمه ده؛ مزارشریف ته راغی او له دې قونسلګرۍ څخه د کتنې پر مهال یې وویل چې د هندوستان په پټان کوټ کې د پوځیانو پر هوايي اډه او دلته زموږ پر قونسلګرۍ په یوه وخت د وسله والو له خوا برید ترسره شو.

د ځینو هندي رسنیو پر حواله چې د هند په پنجاب ایالت کې د پټان کوټ په هوايي اډه برید هم د افضل ګورو د انتقام په منظور ترسره شوی دی؛ خو د هند دولت ویلي چې دا حمله د پاکستان په خاوره کې د تروریستي ډلو له خوا طرح شوې ده.

تر دې د مخه په کابل کې د هندوستان پر سفارت د حملې پړه هم د هند د دولت له خوا د پاکستان پر استخباراتي شبکې یا "آی. اس. آی" اچول شوې وه.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG