د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۲

"د ایران او عربستان ترمنځ کړکېچ د اسلامي هېوادونو په زیان دی"


د افغانستان ولسي جرګې د منځني ختیځ په روان کرکیچ اندېښنه ښکاره کړه او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې له ایران او سعودي عربستان د زغم غوښتنه وکړه.

دغه جرګې چمتوالی ښکاره کړه چې په کړکیچ کې له ښکېل هېوادونو سره د ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

ولسي جرګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په منځني ختیځ کې نوی راپیدا شوی کړکیچ د سیمې د هېوادونو په زیان او د ترورېزم په ګټه وبللو.

په منځني ختیځ کې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ وروسته له هغې ستونزه راپیدا شوی چې د سعودي حکومت یو شیعه ملا اعدام کړ او په تهران کې د سعودي پر سفارت حمله وشوه.

د افغانستان ولسي جرګه د اسلامي هېوادونو له کنفرانس، له ملګروملتونو، د اسلامي هېوادونو له پارلمانونو او رهبرانو څخه غواړي چې د منځني ختیځ د کړکیچ د حل په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د دې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د چهارشنبې په روځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ په راپیدا شوې ستونزې اندېښنه ښکاره کړه.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"د منځني ختیځ کړکیچ د جدي اندېښنې وړ ده، دا ایجابوي چې موږ د یوه اسلامي هېواد په توګه او د افغانستان پارلمان باید د نړۍ د روانو حالاتو په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو په اړه یو دریځ ولرو، روان بحران هیڅکله هم د اسلامي هېوادونه په ګټه نه دی."

روانه اوونۍ په سعودي عربستان کې د پېژندل شوي شیعه عالم شیخ نمر النمر تر اعدام وروسته، قهرجنو خلکو په تهران کې د سعودي پر سفارت حمله وکړه او اور یې ور واچاوو.

د ایران د سپاه پاسداران سخت دریځ ځواک ژمنه کړې چې د النمر د اعدام غچ به د سعودي له سلطنتي کورنۍ څخه واخلي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیرعادل الجبیر د یکشنبې په ورځ له ایران سره د اړیکو د پرې کولو اعلان وکړ او په تهران کې یې پر خپلو ډیپلوماټانو غږ وکړ چې ژر تر ژره ریاض ته ستانه شي.

تر دغې پېښې وروسته پر سعودي سربېره د منځني ختيځ يو شمېر نورو عربي هېوادونو هم له ايران سره سفارتي اړيکې پرې کړې او دا لړۍ لا روانه ده.

د امریکا د متحده ایالاتو او بریتانیا په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو پر سعودي عربستان او ایران غږ کړی چې له زغمه کار واخلي.

د افغانستان ولسي جرګه هم د منځني ختیځ په کړکېچ کې له ښکېلو خواو غواړي چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

یادې شورا په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه چې یوه برخه یې چې د ولسي جرګې د غړي صالح محمد سلجوقي له خوا ولوستل شوه داسې راغلي:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي شورا ولسي جرګه د دې کړکیچ ناوړه عواقبو ته په پام سره خپله اندېښنه څرګندوي او هر ډول بحران د اسلامي هېوادونو په زیان او د ترهګرۍ په ګټه بولي، د اسلامي هېوادونو له کنفرانس، ملګروملتونو، د اسلامي هېوادونو له پارلمانونو او رهبرانو څخه غواړي چې د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدامات او هلې ځلې وکړي."

سعودي عربستان او ایران د منځني ختیځ هغه هېوادونه دي چې له پخوا راهیسې یې اړیکې ښه نه دي او تل یو بل د خپلو هېوادونو په کورنیو چارو کې په لاس وهنه تورنه وي.

د افغانستان ولسي جرګه وايي چې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د روان کړکیچ زېاتېدل به په سیمه کې ترورېزم پیاوړی کړي چې ښې پایلې به ونه لري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG