د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

سرخط: عبدالله عبدالله له یوې ناقص اجنډا سره ایران ته تللی


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ ایران ته د اجراييه رییس د سفر او په مزار شریف، کابل ښارونو کې د وروستیو انتحاري حملو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي د حکومت اجراييه رییس عبدالله عبدالله د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشري ایران ته تللی او د هغه هېواد له چارواکو سره به په دوه اړخیزو اقتصادي، امنیتي، فرهنګي او سوداګریزو مسایلو بحث او خبرې وکړي.

بل خوا سرخط ازادې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي عبدالله عبدالله له یوې ناقص اجنډا سره ایران ته تللی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي په دغه سفر کې باید عبدالله له ایراني چارواکو سره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو او د سوریې جګړې ته د هغوی د لېږلو او همدارنګه په پوله کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي پر مسایلو خبرې شوې وای، خو د لیکوال د معلوماتو له مخې له بده مرغه دا مسایل د عبدالله د سفر په اجنډا کې نه دي شامل.

د سرمقالې د لیکوال په باور په اجباري ډول د سوریې جګړې ته د افغان کډوالو لیږل، څه ساده او وړه خبره نه ده چې باید د دې سفر په اجنډا کې نیول شوی وای.

بلې ازادې ورځپاڼې کابل پوسټ په خپلې سرمقالې کې لیکلي په سیمه کې روان کړکیچ ته په کتو اړتیا ده چې افغانستان باید یو پياوړی بهرنی سیاست ولري.

په سرمقاله کې راغلي په سیمه کې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ خرابېدونکې اړیکې ته په پام اړتیا ده چې افغانستان د دغو دوو قطبو ترمنځ د اړیکو توازن وساتي او مراعت یې کړي.

د لیکوال په اند که څه هم له دې کړکیچه وړاندې ایران ته د افغانستان د حکومت د اجراييه رییس سفر ترتیب شوی و، خو بیا به هم د سعودي عربستان په ګډون د یو شمېر عربي هېوادونو د توجو وړ وګرځي.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې ایران او سعودي دواړه د افغانستان دوست هېوادونه دي، خو افغان حکومت باید د سیمې اوضاع او نزاکت ته په کتو له دواړو سره دوستانه روابط وساتي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په روانه لانجه کې د چا په طرف و نه دریږي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په بلخ کې د هندوستان پر قونسلګرۍ او په کابل کې د وروستیو انتحاري حملو په اړه لیکنې کړي دي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دغه حملې به د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د هندوستان دوستانه اړیکې خرابې نه بلکې لاپسې پیاوړې کړي.

د سرمقالې لیکوال په افغان امنیتي او استخباراتي ارګانونو غږ کوي چې د دښمن د هڅو مخنیوی وکړي او حکومت باید د دغو حملو تر شا د تاریخي دښمن لاسونه بربنډ کړي.

ترتیب کوونکی: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG