د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

په کابل کې د تېرې شپې په حمله کې یو تن وژل شوی او ۱۳نور ټپیان دي


په کابل کې د کمپ سلیوان په نوم پر هغه ځای چې د امریکا د حکومت ملکي قراردادیان اوسي، په حمله کې ګڼ شمېر کسان زخمیان شوي دي.

دا کمپ د کابل نړېوال هوايي ډګر ته نږدې پروت دی.

د پنټاګون ویاند جیف ډیویس پرون وویل، حمله کوونکو د کمپ په دیواله کې لاره ایستلې وه.

خو د جرمني خبري اژانس ډي پي ا وايي، چې حمله کوونکی د لارۍ چلونکی وو. د ډیویس په وینا، په حمله کې یو تن وژل شوی او یو شمېر نور زخیمان دي. خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقي ویلي پر ټویټر ویلي چې یو تن وژل شوی او ۱۳ تنه زخمیان دي. د جرمني خبري اژانس، په کابل کې د روغتیايي سرچینو په حواله وايي چې د زخمیانو شمېر۳۴ دی.

حمله کوونکی په خپله هم په چاودنه کې وژل شوی دی.

د پارلمان غړې فوزیه کوفي پر ټویټر ویلي چې چاودنه دومره درنه وه چې شاوخوا کورونه یې ولړزول او د بریښنا جریان قطع شو.

د پنټاګون ویاند جیف ډیویس ویلي، د ناټو او ائتلاف ځواکونو سیمه تخلیه کړه او د زخمیانو د درملنې عملیات هم روان دي.

په افغانستان کې د امریکا پوځ په دې اړه معلومات نه دي ورکړي خو جیف ډيویس ویلي چې هیڅ امریکايي پوځي ته په دې حمله کې تاوان نه دی رسیدلی.

وسله والو طالبانو د حملې مسئولیت اخیستی دی.

په کابل کې پرون د حامد کرزي د نړېوال ډګر ختیځې دروازې نږدې هم انتحاري حمله وشوه چې یو شمېر پولیس په کې زخمیان شوي دي.

د جرمني مجلې [ډيرشپيګل] ویلي چې د حملې هدف د جرمني عسکرو یو کتار وو چې په سیمه کې د تیریدو په حال کې وو. په دې کتار کې یو جرمنی جنرال هم وو .

د جرمني پوځ پر خپله ویب پاڼه ویلي چې دوه عسکر سر – سري زخمیان شوي او تر روغتیايي څارنې لاندې دي .

دا حمله [باران هوټل] ته نږدې شوې ده.

د کابل په نړېوال هوايي ډګر کې د سرحدي پولیسو قوماندان، جنرال حقنواز حقیار ازادي راډیو ته وویل چې دا حمله ښايي ملکي تلفات ولري ځکه د خلکو د استوګنې سیمه ده.

په کابل کې د یو شمېر سیاسي کتونکو په باور، په تېرو څو ورځو کې په پرله پسې ډول انتحاري حملې او بمي چاودنې په داسې حال کې کیږي چې یو وار بیا له طالبانو سره د حکومت د سولې د مذاکرو خبره توده شوي او ښايي وسله وال مخالفان په مذاکرو کې د زیات امتیاز ترلاسه کولو لپاره، غواړي چې په دې ډول فشار راولي.

په کابل کې د پوځي چارو یو څارونکی عتیق الله بریالی ازادي راډیو ته وايي:

"کله چې د سولې یا مذاکرو خبره را نږدې شي، طرفین د امتیاز اخیستلو کوښښ کوي. په وروستیو کې پاکستان د مذاکرو مسئله را وړاندې کړې او د مخالفینو یا طالبانو نیابت هم پاکستان کوي نو په داسې وخت کې شدیدې حملې کیږي."

ښاغلی بریالی د دې امکان هم نه ردوي چې ښايي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د مذاکرو د سبوتاژ لپاره داسې حملې وشي.

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي به د روانې میاشتې په یوولسمه په اسلام اباد کې سره وګوري او له طالبانو سره د سولې د مذاکرو پر څرنګوالي به خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG