د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

له ډنمارکه سویډن ته د تلونکو مسافر د هویت اسناد کتل کیږي


سویډن خپلې خاورې ته د غیرقانوني کډوالو او پناه غوښتونکو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې سرله ننه له ډنمارک سره په پوله د اوبو اووچې له لارې د مسافرو پاسپورټونه او د هویت نور اسناد ګوري.

سویډن هغه اروپایي هېواد دی چې سږکال ډېرکډوال او پناه غوښتونکي ورغلی دي. د دغو کډوالو او پناه غوښتونکو یوه زیاته برخه هم افغانان دي.

هغه مسافرچې سویډن ته په لاره په اورګاډو؛ کښتیو او بسونو کې سپریږي؛ د نویو مقرراتو له مخی باید خپل پاسپورټ او د هویت نور اسناد مسوولینو ته ښکاره کړي؛ ترڅو اجازه ولري چې سویډن ته لاړشي.

د دغه نوي کنټرول مسوولیت ټرانسپورټي کمپنیو ته سپارل شوی دی.

د ډنمارک د اورګاډي شبکې وویل چې د کاسټروپ د اورګاډي په تم ځای کې چې د کوپنهاګن د هوایي ډګر او د سویډن د مالمود ښارترمنځ واټن کې وروستی تم ځای دی؛ د کنټرول تر۳۴ ځایونه جوړکړي دي.

دغه کنټرول وروسته له هغې پیل شوچې مسافرو د سویډن او ډنمارک ترمنځ د اوریسوند د پله پرسر په دغه تم ځای کې له یوه اورګاډي بل اورګاډي ته سپرېدل.

د ډنمارک د اورګاډي د شبکې یوه ویاند "ټوني بیسپیسکوف" د ډنمکارک ریتزاو خبري اژانس ته وویل چې موږ د خلکو د هویت اسناد ګورو او دغه پروسه مو له بیګانیمې شپې راهیسې پیل کړې ده.

هغه زیاته کړه چې دغه کنټرول کومه لویه ستونزه یا ځنډ یا اوږده کتارونه نه دي رامنځ کړي.

د هغه په وینا، له دغه کنټرول سره د ډنمارک د اورګاډي شبکه د ممکنه ځنډ لپاره تیاری لري.

د دغو دو سکانډیناوي هېوادونو ترمنځ ورته کنټرول؛ د ۱۹۵۰ لسیزې راهیسې نه وجاري.

د سویډڼ ټلویزیون خبرورکړ چې په پوله د دغه نوي کنټرول په لومړیو او ساعتونو کې اته تنه چې د سفر قانوني اسناد یې نه لرل؛ د کاستروپ په تم ځای کې نیول شوي او بېرته ډنمارک ته استول شوي دي.

په نیول شویو کې څلور تنه یې افغانان دي.
د سویډن له خوا د دغه نوي کنټرول هدف دې هېواد ته د غیرقانوني کډوالو اوپناه غوښتونکو د ننوتلو مخینوی دی. په تېر ۲۰۱۵ کال کې سویډن د شاوخوا ۱۶۳ زره کسانو چې له دې هېواده یې د پناه اخیستو غوښتنه کړې نومونه ثبت کړي دي. دا هېواد د په دومره شمېر پناه غوښتونکو لپاره د سرپناه او نورو اسانتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

وړم ۲۰۱۴ کال له سویډن څخه اتیازره کسانو د پناه غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG