د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د خوست پولیسو څلور کسان د غلا په تور ونیول


د خوست امنیتي چارواکي وايي، هغه څلور کسان يې نیولې چې د تېرې جمعې پر شپه يې د طلوع افتاب د پوهنتون له استادانو څخه کمپیوټرونه، موبایل ټلیفونونه، درسي توکې، د لاس ساعتونه، نقدې پیسې او نور توکي غلا کړي ول.

د یکشنبې ورځې په ماسپښین خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت ازادي راډيو ته وویل چې نیول شوي څلور کسان د تېرې جمعې په شپه پر دیوالونو د طلوع افتاب د لوړو زده کړو موسسې ودانۍ ته داخل شوي، وروسته يې د پوهنتون استادان تړلي او ورڅخه يې شته توکي او وسایل له ځانونو سره وړي ول.

د ده په خبره په دې وسائیلو کې لېپ ټاپ کمپیوټرونه، موبایل تلیفونونه، د لاس ساعتونه، نقدې پیسې او نور توکي موجود وو چې مظنونین او غلا شوي ټول وسایل د پولیسو له خوا نیول شوي او د رسنیو د استازیو پر وړاندې غلا شوي توکي د پوهنتون استادانو ته وسپارل شول.

جنرال فیض الله غیرت وویل، له پېښې وروسته د پولیسو کشفي ارګانونه لاس په کار شول او د مظنونینو په ګډون يې ټول غلا شوي توکي ونیول:

"دوی د دیوالونو له لارې طلوع افتاب پوهنتون ته داخل شوي وو، په داخل کې کوم استادان او کارکوونکي چې موجود دي، هغوی نیسي او تړي يې، د دوی نه کمپیوټرونه، موبایلونه، درسي توکي او نقدې پیسې دوی نه وړي او هغوی تړلي پریږدي، د پولیسو کشفي ارګانونه لاس په کار کیږي، چې په نتیجه کې څلور نفره غله د پولیسو لاسته ورځي او دا جنسونه به خپلو مالکینو ته انشاالله وسپارو."

د طلوع افتاب د لوړو زده کړو د موسسې یو تن ښوونکي د رسنیو سره په خبرو کې د پولیسو دا همکاري وستایله او د دوی څخه د غلا کیسه يې په دې توګه وکړه:

"د جمعې پر شپه چې درې کسان غله زموږ تعمیر ته راووښتل، چون د شپې دوه بجې وې او موږ استادان او کارکوونکي ټول ویده وو، زموږ کوټو ته راننوتل او موږ يې وتړلو، څومره لپ ټاپ، پیسې او وسایل چې وو، هغه ټول يې بیکونو ته واچول او د موقع څخه يې فرار وکړ، چې پولیسو په څو ورځو کې نه بلکې په څو ساعتونو کې دا ار څه دستګیر کړل."

د خوست امنیه قوماندان جنرال غیرت وايي، چې د هر ډول جنايي او امنیتي پيښو د مخنیوي لپاره يې جدي تدابیر نیولي او د هر هغه چا پر ضد به اقدام وکړي چې امنیت ګواښي او یا په نورو غیر قانوني کارونو لاس پورې کوي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG