د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، طالبان باید د سولې په اړه په راتلونکې څلور اړخیزه غونډه کې په متحدانه ډول خپل دریځ واضح کړي.
د سولې عالي شورا وایي چې د سولې په اړه د روانو ملي؛ سیمه ییزو او نړېوالو هلو ځلو تقاضا او اړتیا دا ده چې د اسلام آباد په څلور اړخیزه غونډه کې طالبان برخه واخلي.
د دغې شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې طالبان د افغانستان په سیاسي روغه جوړه کې ډېر مهم رول لري.
"د دغو ملي او نړېوالو هلو ځلو تقاضا دا ده چې د طالبانو اسلامي تحریک په متحد ډول باندې د مذاکراتو میز ته لاړ شي؛ د هغوی اتحاد او یووالی د افغانستان په سیاسې روغه جوړه کې ډېر زیات مهم رول لوبولی شي."
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې وسله والو طالبانو ویلي د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته د دوی ترمنځ د رامنځ ته شوو اختلافاتو د حل په هدف هلې ځلې پیل شوې دي.
دوی په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې په فراه ولایت کې په دې ورستیو کې د طالبانو د اختلافاتو د مخنیوي په هدف یوه غونډه هم جوړه کړې ده.
بل لورته د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو ویاند عبدالمنان نیازي ویلي دي چې له کوټې شورا سره په تماس کې دي ترڅو اختلافات حل کړي.
د وسله والو طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د حل خبرې په داسې حال کېږي چې ټاکل شوې ده د جنوري په ۱۱مه په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي غونډه وکړي.
د دې غونډې هدف په افغانستان کې د دایمي سولې راوستل دي.
له بلې خوا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د جیش المسلمین د ډلې مشر سید اکبر آغا د طالبانو ترمنځ د روانو اختلافاتو د حل په هدف د دا ډول غونډو جوړېدل مهم ګڼي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل د سولې په موضوع کې له یوه ادرس څخه نظر ورکول ډېر مهم دی:
"دا معلومه خبره ده چې هر اختلاف په سولې باندې منفي اثر کوي؛ که دوی اتفاق راشي اوسره یو شي، هغه به د سولې لپاره مثبت اثرات ولري د سولې موضوع له یوه ادرس څخه چې غږ وي هغه ګټور دی نظر هغه ته چې د دوو یا دریو ادرسونو څه وي."
د وسله والو طالبانو ترمنځ اختلافات وروسته له هغه پورته شول چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې خبرونه خپاره شول.
د ملا محمد عمر د مرګ خبر نژدې دوه کاله پټ ساتل شوی و او له هغه راوروسته طالبان په دوه عمده ډلو ویشل شوي دي.
خو اوس پوښتنه دلته ده چې ایا وسله وال طالبان په ریښتیا غواړي چې د سولې په خبرو اترو کې د ګډون لپاره خپل سیاسي اختلافات حل کړي؟
د سیاسي چارو کار پوه طوفان وزیري دا پوښتنه ځوابوي:
"دوی په خپل منځ کې خبرې یوازې د خپلو مخالفتونو او د خپلو کمزوریو په خاطر کوي؛ د دې لپاره یې نه کوي چې د افغانستان حکومت سره بیا دوی د سولې پروسه پرمخ بوځي؛ بالاخره په افغانستان کې امنیت راشي او دلته ثبات موجود وي."
خو له دې ټولو سره ـ سره افغان حکومت وایي چې دوی به د اسلام اباد په غونډه کې پر دې ټینګار وکړي چې د واشنګتن او پیکنګ له لارې پر پاکستان فشار راولي څو هغه طالبان چې د سولې خبرو ته نه چمتو کیږي په خپله خاوره کې دننه وځپي.
راپور: ناجیه ساپۍ