د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته د رسېدو لپاره یو ځانګړې دیوان جوړ شو


افغان حکومت د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د ښه رسیدو په خاطر د سترې محکمې په چوکاټ کې یو ځانګړي دیوان جوړ کړی دی.

ولسمشر اشرف غني وايي چې د دغه دیوان له جوړېدو سره به د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی قضیې په شفاف او عادلانه ډول وڅیړل شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د دې محکمې له جوړیدو سره نباید د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملین یوازې وپیژندل شي بلکې تر مجازاتو هم ورسیږي.

پخوا تر دې داسې انتقادونه موجود وو چې افغان حکومت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته رسیده ګي نه کوي، خو ولسمشر اشرف غني وایي، د نوي دیوان په رامنځ ته کیدو سره به دا قضیې په شفاف ډول وڅیړل شي.

جمهور ریس محمد اشرف غني وايي چې دا دیوان د افغانستان د سترې محکمې په چوکاټ کې جوړ شوی او ټینګار کوي چې له فعالیت سره به یې د ښځو او ماشومانو په وړاندې په محکمو کې شته قضیې په عادلانه ډول وڅیړل شي.

جمهور ریس غني د دغې ځانګړي ادارې د جوړیدو په اړه د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل:

"د میرمنو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې په خاطر یو ځانګړی دیوان جوړ شوی دی چې د دغې دیوان له جوړیدو سره د دیوانونو شمیر له شپږو، اتو ته ورسید د عدالت او قانون د حاکمیت لپاره دا یو مهم پرمختګ دی چې باید د هرکلي وړ وګرځي."

د دا ډول دیوان د جوړیدو له امر سره په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د حقونو څخه د دفاع بنسټونو او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون خوشبینۍ ښودلې او وايي چې هیله لري ورسره کارونه منظم شي.

دا بنسټونه وايي چې له دغې ځانګړي پاملرنې وروسته د دوی انتظار دا دی چې دا یوازې یوه اداره نه شي پاتې بلکې د میرمنو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیې جدي ونیسي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار ازادي راډيو ته وویل چې د بشري حقونو څخه د دفاع ټول بنسټونه به له دغه دیوان سره له نږدې کار وکړي.

ښاغلي بیدار زیاته کړه:

"له ډیره وخته راهیسې د ښځو د حقونو څخه د دفاع بنسټونه د داسې محکمې د جوړېدو غوښتونکي وو چې له قانون سره سم د تاوتریخوالي پیښو ته رسیدنه وکړي، اوس موږ د حکومت له دغې پریکړې هرکلی کوو خو زموږ ټينګار دا دی چې د قضا خپلواکي باید وساتل شي، پریکړې یې د قوانینو مطابق وي، د نورو ادارو له مداخلو پاکه وي او څه کمی ونه لري."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د ملي وحدت حکومت له مشرانو د دوی غوښتنه همدا وه چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو حقونو د اعادې لپاره یوه ځانګړي محکمه جوړه کړي.

بل خوا د افغان ښځو شبکه وايي چې دا د افغان میرمنو لپاره یو ښه زیری دی او هیله ښيي چې تر غټې کچې قضیې له دغه نوي جوړ شوي ادرسه و څيړل شي.

د دغې شبکې مشره حسینه صافی وايي چې له دې دیوانه به د دوی انتظار دا وي چې د ښځو او ماشومانو له حقونو څخه سرغړونکي په علني توګه محکمې ته راکش شي.

ښاغلي صافی وايي:

"زه فکر کوم چې د دغه دیوان له جوړېدو سره به غټو قضیو ته پاملرنه وشي تر څو د هغو ښځو باور په عدلي او قضایې ارګانونو پیدا شي چې له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي له دغې دیوان سره به موږ په همغږۍ کار وکړو او انتظار کوو چې د تاوتریخوالي عاملین د ښځو په وړاندې محاکمه شي."

د افغان ښځو شبکه وايي چې په هېواد کې د فرخندې د وژنې قضیې په څیر په سلګونو نورې قضیې دي چې ورته د رسیدو ژمنې شوي خو دا ټولې چارې له ناغیړی سره پر مخ ځي.

بل خوا دا دیوان داسې وخت جوړیږي چې د ښځو څخه د دفاع بنسټونو په باور ډیرې قرباني شوي ښځې او کورنۍ په افغانستان کې د عدلي او قضایې ارګانونو له کړنو خوشحاله نه دي او په دې برخه کې له کمې پاملرنې زوریږي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG