د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

"داعش خپل ټول تمرکز ختیځ په تېره بیا ننګرهار ته اړولی"


د اسلامي دولت ډلې یا داعش جنګیالیو په دې وروستیو کې د افغانستان له نورو سیمو نه ختیځو ولایتونو په خاصه توګه ننګرهار ته مخه کړې ده.

د دفاع وزارت وایي چې دې ډلې پخوا په هلمند، فراه، زابل، کندز او بدخشان کې فعالیت کاوه، خو اوس یې جنګیالي تر ډېره په ننګرهار کې ځای پر ځای شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د داعش اکثره جنګیالي بهرني اتباع دي؛ خو افغان پوځیان یې پر وړاندې مبارزه کوي او په دې مبارزه کې یې بریاليتوبونه هم ترلاسه کړي دي:

"داعشیان اکثر په ننګرهار کې دي. په خاصه توګه په پچیراګام او اچین ولسوالۍ کې. دا خلک اکثره بهرنیان دي لکه ایغوریان، ازبکان، چیچینیان، عربان او نور د سیمې خلک.

دا خلک اکثر په ننګرهار کې دي؛ ځینې یې په کندز، بدخشان، فراه او هلمند کې وو، خو اوس یې اکثره خلک په ننګرهار کې دي."

ښاغلي رادمنش وویل چې افغان پوځیانو د داعش پر ضد عملیات جاري ساتلي او یواځې په دې وروستیو څو ورځو کې یې د داعش اته شپېته جنګیالي په اچین ولسوالۍ کې وژلي دي.

دفاع وزارت په داسې حال کې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د داعش فعالیتونه تاییدوي چې یادې ډلې د افغانستان په بېلابېلو سیمو په خاصه توګه ننګرهار کې له افغان پوځیانو سره جګړې ته زور ورکړی او عام خلک یې هم زیانمن کړي دي.

اخوا د سولې او شخړې انسټیټیوټ وايي چې داعش ورځ تر بلې د افغانستان په ختیځو سیمو کې زیاتیږي او اوس وخت په ټول افغانستان کې د احتمالي شمېرو له مخې د دې ډلې د جنګیاليو شمېر شاوخوا شپږو زرو کسانو ته رسیږي.

د دغه انسټیټیوټ یوه څېړونکي حکمت الله اعظمي د چهارشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د داعش اکثره غړي ازبکان دي چې د ازبکستان د اسلامي تحریک له خوا اداره کېږي؛
"داعش اساسي کسان چې ورسره یوځای شوي هغه د څو لارو څخه دي. یو ازبکان دي. د ازبکستان د اسلامي تحریک لاندې د مرکزي آسیا جنګیالي جنګیږي. د هغوی تعداد په افغانستان کې د پنځه زره نه تر اوو زره پورې ښودل شوی دی.

د رووف خادم سره څلور سوه تر پنځه سوه کسان له داعش سره یوځای شوي دي؛ حافظ سعید هم د بلې ډلې مشر دی چې د اورکزیو دی او ګڼشمېر جنګیالي یې له پولې هاخوا راوستي دي.

د ټایمز ورځپاڼې له مخې په ختیځ کې په ننګرهار کې په څلورو ولسوالیو کې شپاړس سوه د داعش جنګیالي جګړه کوي."

ښاغلي اعظمي وویل چې داعش لومړی په هلمند، زابل، بدخشان او کندز کې فعاله وو؛ خو اوس یې فعالیتونه په ختیځو سیمو کې د دې لپاره ډېر شوي چې رووف خادم، عثمان غازي او ځینې نور مشران یې وژل شوي او جنګیالیو یې د افغانستان ختیځ ته مخه کړې ده.

اخوا د ننګرهار ولایتي شورا او یو شمېر افغان پوځي کارپوهان د داعش په وړاندې روانه مبارزه کافي نه بولي.

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري آزادي راډیو ته وویل چې افغان چارواکي د داعش د مرګژوبلو شمېر زیات ښيي او دا په کار ده چې د دې ډلې په وړاندې جګړه لا نوره هم غښتلې شي.

اخوا د پوځي او سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستانی هم ټینګار کوي چې افغان پوځ باید په ننګرهار کې د داعش د پرمختګ کلکه مخه ونیسي او پرینږدي چې دا ډله ډېره مخته لاړه شي:
"زه فکر کوم هغه عملیات چې په اچین او ننګرهار کې ترسره کیږي دا کفایت نه کوي. تر کومه چې لیدل کیږي دا کسان هره ورځ له پاکستان څخه له داعش سره د بیعت په خاطر د راتلو په حال کې دي؛ باید د دوی پر ضد د دفاع وزارت په مشرۍ یو لوی عملیات پیل شي څو وکولای شي د داعش د نفوذ او پرمختګ مخه ونیسي."

ښاغلی کوهستانی خبرداری ورکوي که اوس وخت د افغانستان په ختیځ په خاصه توګه ننګرهار کې د داعش د فعالیتونو مخه ونه نیول شي نو دا ډله به په لنډه راتلونکې کې د افغانستان لپاره د طالبانو تر څنګ یو بل لوی سرخوږی راجوړ کړي.

افغان چارواکي په داسې حال کې د داعش پر ضد د مبارزې خبره کوي چې اوس وخت افغان حکومت او پاکستان په خبرو کې دي څو وکولای شي؛ په سیمه کې د تروریستانو د له منځه وړلو پر سر موافقې ته ورسیږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG