واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د سترو تحولاتو او دا چې په را روان۲۰۱۶میلادي کال کې به حالات په څه ډول وي، یوه مقاله خپره کړې ده.
واشنګټن پوسټ لیکي:
د ۲۰۱۵ میلادي کال د جولايي په ۲۹ نېټه افغان حکومت د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر مړینه تائید کړه.
که څه هم چې د ملاعمر د مړینې د څرنګوالي په اړه تاوده بحثونه وشول خو اصلي پوښتنه دا وه چې د هغه د مرګ خبر به پر طالبانو څومره اغیز ولري؟
ورځپاڼه لیکي:
برعکس او په حیرانونکي توګه طالبانو په ۲۰۱۵ کال کې د جګړې په ډګر کې لاسته راوړنې درلودې او ان د لومړي ځل لپاره يې د کندز ستراتیژیک ښار د څو ورځو لپاره ونیو.
واشنګټن پوسټ لیکي؛ نه یوازې دا بلکې په افغانستان کې د داعش د فعالیت له پیلیدو وروسته طالبان له یوه بل سیال سره هم مخامخ شول.
د مطلب لیکونکی وايي، افغانستان ښايي په راتلونکې ۲۰۱۶ میلادي کال کې د دغو دواړو ډلو له چیلنجونو سره مخامخ وي.
واشنګټن پوسټ زیاتوي:
امریکا او متحدانو يې بیا ټینګار کړی دی چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره لاهم د دوي مرستې ته اړتیا لري او داعش ښايي د افغانستان امنیت ته تر طالبانو لوی ګواښ وي.
واشنګټن پوسټ د داعش په اړه د روسيي اندیښې ته هم اشاره کړې ده او لیکي چې د افغانستان د اسلامي ډلو سر سخت مخالف مسکو هم اوس له داعش سره د مقابلې لپاره له طالبانو سره د معلوماتو تبادلو کولو پیل کړی دی.
سټارټفورکامېنټري:
سټارټفورکامېنټري خپرونې په دې اړه چې را روان ۲۰۱۶ کال کې به د افغانستان حالات څه ډول وي، یو مطلب خپور کړی دی.
سټارټفور کامېنټري لیکي:
د پاکستان او چین لپاره به چې په افغانستان کې د اوږدې مودې د بې ثباتي د پایلو په اړهاندیښنه لري، د افغانستان د سولې خبرې د ۲۰۱۶ میلادي کال یوازیني اساسي انتخاب وي.
خو د مطلب لیکوال وايي، د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو دوام ښايي یو له هغو خنډونو څخه وي چې د سولې په خبرو اترو کې بهد پام وړ پرمختګ مخه نیسي.
سټارټفورکامېنټري زیاتوي:
په ۲۰۱۶ کال کې به هم افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو له وسله والو فعالیتونو سره مخامخ وي او افغانستان به په نوي میلادي کال کې هم د نا امنیو شاهد وي.
د مطلب لیکوال وايي، ناامني او د جګړه مارانو خپل سري فعالیتونه به د افغانستان د ملي یووالي د حکومت په مخکې له سترو ننګونو څخه وي.
سټارټفورکامېنټري د مطلب په پای کې لیکي، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام او زیاتیدل به د پاکستان پر وړاندې د افغانانو کرکه نوره هم زیاتې کړي چې دا کار د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې د پاکستان رول له لا زیاتو چیلنجونو سره مخامخ کړي.