د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

مسکو په یو شرط پر طالبانو د بندیزونو د کموالي ملاتړ کوي


د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

یو لوړ پوړی روسی ډیپلومات وایي، مسکو به د ملګرو ملتونو له خوا پر طالبانو د بندیزونو د احتمالي کمېدو ملاتړ وکړي، خو په دې شرط چې دا کار د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف نه وي.

دا خبره د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویل شوې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې په کابل کې د روسیې سفیر ویلي وو چې مسکو لېواله دی چې د داعش په وړاندې مبارزه کې له طالبانو سره همکاري وکړي.

روسیه چمتو ته د طالبانو په وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د احتمالي کمېدو سره انعطاف وښیي.

رویټرز د هغه راپور له مخې دغې موضوع ته اشاره کړې چې په تاس خبري اژانس کې خپور شوی دی.

تاس خبري اژانس د سې شنبه په ورځ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویلي چې روسیه چمتو ده پر طالبانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو د احتمالي کموالي ملاتړ وکړي، خو په دې شرط چې دغه مساله د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف نه وي.

ضمیر کابلوف چې د ولسمشر پوتین استازی او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړی مقام دی، دغه راز ویلي هېواد یې د افغانستان د مرکزي حکومت د پالیسۍ چې هدف یې سولې او روغې جوړې ته رسیدل دي، ملاتړ کوي.

د کابلوف دا څرګندونې درې ورځې وروسته له هغه راپورته شوي چې د بریتانیا چاپ سنډې ټایمز ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ د طالبانو د یوه لوړ پوړي چارواکي له قوله ویلي وو چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په سېپټمبر میاشت کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي .

ویل کیږي دا لیدنه په تاجکستان کې په یوه پوځي قرارګاه کې شوې ده.

افغان استخباراتي چارواکو هم په هماغه ورځ له طالبانو له مشر سره د پوتین لیدنه تایید کړه.

دغه افغان چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخيستل شي، ازادي راډیو ته وویل:

"د کوېټې شورا یو غړی چې په غالب ګمان ملا اختر محمد منصور به وي له یوه روسي مقام سره لیدلې دي."

سره له دې چې کریملین او د طالبانو ډلې د اختر منصور او پوتین لیدنه ردوي، خو په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانیتیڅکي د یکشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره د لیدو پرمهال دا ومنله چې مسکو لېواله دی د داعش په وړاندې مبارزې کې له طالبانو سره همکاري وکړي.

مانیتیڅکي وویل، روسیې د افغانستان د روانې جګړې لپاره د یوې سیاسي حل لارې د موندلو په هدف له طالبانو سره اړیکه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG