د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

د ۵ ولایتونو پانګوالو ته د فابریکو جوړلو لپاره د ځمکو سندونه ورکړل شول


د ایسا یا د افغانستان د پانګې اچونې ملاتړې ادارې د هېواد په پنځه ولایتونو کې مستحقو پانګوالو ته د فابریکو د فعالولو په مقصد؛ د ځمکو سندونه ورکړل.

د هېواد په پنځو ولایتونوکې به شپږ دېرش، نوې جوړېدونکې فابریکې، د قالینو او تازه میوو د پروسس، د اوسپنې د ویلي کولو، د ساختماني، پلاستیکي او خوراکي موادو په تولیدولو او داسې نورو برخو کې فعالیتونه ولري.

د دغو فابریکو جوړونکو ته د سه شنبې په ورځ د افغانستان د پانګونې اچونې د ملاتړې ادارې ایسا له خوا، د ځمکو سندونه ورکړل شول.

د ایسا د اداري ريیس محمد قربان حقجو په دې مناسبت په جوړې ناسته کې وویل؛ د دغو ځمکو مستحقو پانګوالو، د پانګې اچونې قانونې مراحل تېر کړي؛ پانګې یې تیارې او فعالیتونه به پیل کړي.

ښاغلي حقجو په دې اړه نور جزییات داسې بیان کړل:

"په غزني کې یوویشت شرکتونه فعالیږي او شل جریبه ځمکه ورکول کیږي؛ په بلخ ولایت کې اوه فابریکو ته نوولس جریبه؛ په کندهار کې پنځه فابریکو ته پنځه جریبه، په ننګرهار کې دوو فابریکو ته څلور جریبه او په هرات ولایت کې یوې فابریکې ته؛ پنځه جریبه ځمکه ورکول کیږي."

ده داهم وویل، د دې فابریکو د فعالولو لپاره څه کم دوه میلیارده افغانۍ پانګونه شوې او په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه به خلکو ته؛ څه باندې اوه زره کاري زمینې برابرې کړي.

د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړې ادارې د معلوماتو له مخې؛ اوس هم ملي او نړېوال پانګوال علاقه لري چې په افغانستان کې پانګې واچوې؛ خو ناامني، د ځمکو او برښنا نشتوالی او دوی ته د لازمو اسانتیاو نه برابرېدل؛ هغه ستونزې دي چې په هېواد کې یې د پانګې اچونې لېوالتیا کمه کړې ده.

د ایسا اداره وايي، دغه ستونزې سبب شوي چې د هېواد د فعالو فابریکو دېرش فیصده غیرفعالې او په پانګونه کې، سږکال د تېرکال د نهو میاشتو په پرتله دوه ویشت فیصده کموالی راولي.

افغان پانګوالو د حکومت د غه اقدام وستایه؛ خو یولړ نورې غوښتنې یې هم مطرح کړي.

د غزني ولایت د فیروزې د شرکت رييس عبداله امیري وویل:

"د غزني په ولایت کې د ساختماني موادو ګڼ کانونه شته؛ پانګوال لېواله دې چې پانګونه پکې وکړي او ډېرو خلکو ته د کارزمیني برابرې کړي؛ خو که حکومت د امنیت او برېښنا ستونزه کړي."

د ننګرهار ولایت د عابد ناصر د شرکت ریيس الله داد هم ورته ستونزه بیان کړه:

"پانګوال غواړي پانګې واچوي، خو لومړۍ ستونزه د امنیت او دوهمه د برښنا ده؛ د ننګرهار په حصارشاهي صنعتي پارک کې برښنا نشته؛ که موږ کار پیل کړو او برق نه وي، زیاته ګټه به ونه لري."

د ایسا اداره وايي، د پانګوالو د ستونزو د حل طرح، د وزیرانو شورا په اقتصادي کمېټه کې تربحث لاندې او ډیر ژر به تصویب شي.

سربیره پردې د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني ویلي چې د پانګوالو د ستونزو حل او د هېواد اقتصادي وده؛ د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

خو پانګوال وايي، د ټولو ستونزو حل د امینت له ټینګښت سره تړلی او که دا ستونزه اوارې شي؛ نورې ستونزې ډیر ژر اواریږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG