د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

علومي: د پولیسو له نویو فارغانو سره به د پولیسو ظرفیتونه لوړ شي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي؛ د پولیسو د ظرفیتونو د لوړولو او مسلکي توب هڅې یې تېزې کړي دي.

که څه هم خلک تل د امنیتي ځواکونو او په تېره د پولیسو د ظرفیتونو له ټیټوالي شکایتونه کوي؛ خو د کورنیو چارو وزارت وايي، د نویو فارغ شویو افسرانو په ګمارلو سره به د پولیسو ظرفیتونه لوړ او مسلکي چارې به یې ډاډمنې شي.

دا خبره د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د دوشنبې په ورځ په کابل کې له پولیسو اکاډمۍ څخه د اوه سوه اوه نوي نویو افسرانو د فراغت په مراسمو کې وکړه.

ښاغلی علومي وویل، د پولیسو نوي افسران به د مرکز او ولایتونو په قطعاتو کې ستونزې په ګوته او د حل لپاره به یې هڅې وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د پولیسو د وړتیاوو له لوړولو سربېره د بېلابېلو تروریستي ډلو په له منځه وړلو هم ټینګار وکړ:

"د داعش تروریستي ډلې په یوه یا دوه ولایتونو کې سر راپور ته کړی.

پوهیږم دا یوه ستونزه ده، خو موږ ټولو ته په کار ده چې د خلکو د عنعناتو؛ عقیدو او داسې نورو ارزښتونو په پام کې نیولو سره؛ دوی ته د سرپورته کېدو اجازه ورنه کړو"

په دې ورځ د افغانستان د پولیسو اکاډمۍ د جنايي علومو، امنيې، لوژستیک او سرحدي پوهنځیو څخه اوه سوه اوه نوي (۷۹۷)؛ پولیس افسران د دوهم څارن په رتبه فارغ شول.

د کورنیو چارو وزیر وویل، دغه محصلان د دولسمو ټولګیو فارغان او څلور کاله مخکې د کانکور د ازموینې له لارې د پولیسو په اکاډمي کې شامل شوي وو.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې له دوه زره لومړي کال راهیسې له دې اکاډمۍ څخه تراوسه څه کم شل زره مسلکي پولیس فارغ شوي چې د دوی تر شاملېدو وروسته په قطعاتو کې مثبت بدلونونه راغلي دي.

د کورنیو چارو وزیر د پولیسو پر نویو فارغو شویو افسران تاکید وکړ چې د هېواد؛ حکومت او خلکو دښمنان که د طالب، داعش، القاعده او نورو په جامو کې وي، پر وړاندې جدي عمل وکړي.

ده فارغو شویو افسرانو ته داهم وویل؛ د قانون نافذول، د خلکو حفاظت، د بشري حقونو مراعاتول، وسلو مهماتو او وسایطو سره احتیاط کول او داسې نور هغه څه دي چې باید پام ورته وشي.

کارپوهان وايي، د مسلکي توب ترڅنګ لازمه ده چې د پولیسو قطعات په پرمختللو وسلو سمبال شي.

د دې پوهانو له ډلې حی ګل سلیمان خېل ازادي راډیو ته وویل:

"دغه نوي فارغان کولی شي چې تر یوه ځایه د تشکیلاتو د کمبود ستونزه کمه کړي؛ خو په اوسنیو شرایطو کې لازمه ده چې د دوی وسلو او تجهیزاتو ته هم پام وشي او د وسلو د کموالي ستونزه یې اواره شي."

د نویو پولیسو د فراغت په مراسمو کې تاکید وشو چې نوي افسران دې د دوی له مسلک سره سم؛ د واسطو او مداخلو پرته په دندو وګمارل شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان پولیس اوسمهال د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سرحدونو د ساتلو او د مخالفینو پر وړاندې په مبارزه بوخت دي.

دا وزارت دا هم وايي، دغو ځواکونو هغه ځایونه هم ډک کړي چې پخوا په کې بهرني ځواکونه مېشت او د مخالفینو پرضد په جنګ کې وو.

XS
SM
MD
LG