د کندهار د کمرک رییس صالح محمد نېکزاد وايي چې د خپل کلني عوایدو څخه يي پنځوس فیصده اضافه عواید ترلاسه کړي.
د ښاغلي نېکزاد په وینا، دوی ته دوه میلیارده او اووه سوه میلیونه افغانۍ هدف ورکړل شوی و؛ خو دوی تر سنبلې میاشتې پورې دغه هدف بشپړ کړ او په دې توګه يې سږ کال اضافه تر څلور میلیارده او دوه شپېته میلیونه افغانۍ راټولې کړي.
له صالح محمد نېکزاد سره د ازادي راډیو خبریال محمدصادق رښتیني مرکه کړې.