د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

ظاهر قدير: د اچين په جګړه کې د داعشيانو ۹ کسان وژل شوي


د ولسي جرګې مرستيال حاجي ظاهر قدير د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې رسنيو ته وویل چې د داعش او منګل وسله والو ډلو په ګډه تېره ورځ د اچین ولسوالۍ په دیسارک سیمه کې د پاڅون کوونکو پر مرکز برید کړی و چې تر درې ساعتو پورې دوام وکړ.

ظاهر قدير وویل،په دې نښته کې د دوی پاڅون کوونکو ۹ تنه داعشيان وژلي چې د څلور جسدونه يې ترې راوړي او نور يې له ځانه سره وړي:

"په عمومیاتو کې ۹ کسان د داعشیانو مړه وو چې دوی په دې وتوانیدل خپل پينځه مړي انتقال کړي او څلور ترېنه پاتې ول او اته نفره نور يې زخميان شوي وو چې هغوی هم له سیمې نه انتقال کړي دي په عینې زمان کې د پاڅون کوونکو نه څلور تنه وژل شوي."

بل خوا په اچین ولسوالۍ کې پاڅون کوونکو ويلي چې داعشيانو د دوی له ملګرو څخه سرونه پرې کړي وو او په مقابل کې دوی هم د داعشيانو له څلورو تنو مړو څخه چې لاس ته ورغلي وو؛ سرونه غوڅ کړي:

"ملاجان پاڅون کوونکی: دا مړي موږ د هغوی نه راویستل څنګه چې هغوی زموږ مړي وویستل دا داعشيان مړه وو؛ په مړینې باندې زموږ ملګرونه يې هم سرونه غوڅ کړي وو او په مړينې باندې موږ هم د هغوی نه سرونه غوڅ کړل.

محمدالله پاڅون کوونکی: دا خو زما د دولت لپاره ډېر شرم دی او زما د جنرال او رییس جمهور لپاره شرم دی چې د درېیو ولسواليو په منځ کې پاکستانی راننوځي او زما د سړونه سرونه غوڅي؛ که د ښمن وي ولې ګذار نه پرې کوي ولې پریږدي."

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼۍ په اچین ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو او داعشيانو ترمنځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله مني؛ خو دا چې د مرګ ژوبلې بڼه څه ډول ده وايي؛ په دې اړه تحقیقات روان دي:

"په اچین کې تېره ورځ او نن کومه پېښه چې تاسې یاده کړه رامنځته شوې دواړو لورو ته تلفات اوښتي دي دا چې د تلفاتو اړولو بڼه څه ډول ده موږ په دې کار کوو چې دا پيښه څنګه رامنځته شوې."

هغه مهال چې د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهر قدير د داعش پر خلاف د جګړې اعلان کړی و؛ د اچین، نازیان او پچيراګام سيمه ییزو خلکو د ظاهر قدير په لارښوونه د داعش پرضد پاڅون پيل کړی.

راپور:ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG