د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

بلخ: په مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی


په بلخ ولایت کې د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي وايي چې په دې ولایت کې په مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر مخ په زیاتوالي دی او یادې موضوع دوی اندېښمن کړي دي.

په بلخ کې د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې ادارې مشر عبدالرحیم اوغلي ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د ۲۰۰۹ کال راهیسې په مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر لسګونه زره لوړ شوی دی او په دې ولایت کې د معتادینو د درملنې د مرکزونو له کموالي سره مخ دي.

ښاغلي اوغلي آزادي راډیو ته وویل چې په ۲۰۰۹ کال کې د دوی د سروې پر بنسټ په بلخ کې د معتادینو مجموعي شمېر ۸۰ زره کسانو ته رسېده چې د څه باندې ۵ کلونو په تېرېدو سره دا کچه لسګونه زره لوړه شوې ده او دوی د معتادینو د درملنې د مرکزونو له کموالي یا هم د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي.

اوغلي وايي چې له دې شمېر معتادینو څخه ۳۰ سلنه یې ښځې دي چې تر ډېره د بلخ ولایت دولت آباد، شورتېپې او کلدار ولسوالۍ ته مربوط کېږي.

هغه زیاته کړه چې نا امني، بې کاري، بد اقتصادي وضعیت او بهر ته بې موقع مهاجرتونه سبب شوي چې په مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر لازیات شي.

اوغلي یې په اړه وویل:

"نا امني، بې کاري، بد اقتصادي وضعیت او بې موقع مهاجرتونه سبب شوي چې په مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر نسبت پخوا ته زیات شي."

د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي وايي چې د معتادینو د درملنې ۵ مرکزونه لري او په مجموعي ډول د بسترونو شمېر یې۲۶۰ ته رسېږي.

عبدالرحیم اوغلي له دې سره چې په مزار شریف کې د معتادینو د درملنې د ۵ مرکزونو له شتون څخه خبر ورکوي، خو وايي چې د ۱۲۵ زره کسانو د درملنې لپاره دا مرکزونه بسنه نکوي او په مخدره توکو د روږدو کسانو د درملنې په خاطر د یوه لوی مرکز د جوړېدو غوښتنه کوي.

اوغلي یې په اړه وویل:

"په دې ولایت کې د معتادینو د درملنې ۵ مرکزونه موجود دي، خو دا مرکزونه د معتادینو د درملنې په خاطر بسنه نه کوي او دې ته جدي اړتیا شته تر څو د درملنې لوی مرکزونه جوړ شي چې د بلخ ولایت د معتادینو د درملنې علاوه د شمال زون نورو ولایتونو معتادین هم په کې تداوي شي."

په داسې حال کې د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي په دې ولایت کې د معتادینو د درملنې د مرکزونو د نشتون او یا هم کموالي څخه اندېښنه ښيي چې په سمنګان، سرپل او جوزجان ولایت کې هم د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې د ادارو چارواکي د معتادینو د شمېر له زیاتوالي او د درملني د روغتونونو له نشتون شکایت کوي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG