د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۴۸

راحیل شریف د سولې د بهیر په اړه له افغان مشرانو سره خبرې کوي


ټاکل شوې چې د پاکسان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف د یکشنبې په ورځ له افغان چارواکو سره د خبرو په هدف کابل ته راشي.

که څه هم ویل کېږي چې ازمايل شوی کس بیا نه ازمایل کېږي، خو افغان حکومت یو ځل بیا دې ته حاضر شوی دی چې د سولې په برخه کې د پاکستان صادقانه نیت معلوم کړي.

پاکستان له افغانستان سره د خپلو ترینګلو اړیکو په درشل کې بیا ژمنه کړې چې طالبان به د افغانستان له حکومت سره د مذاکرې مېز ته حاضر کړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د یکشنبې په ورځ کابل ته راځي تر څو د سولې مذاکراتو د میکانیزم په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف به له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سره د دوه اړخیزو مسایلو او د سولې مذاکراتو په څرنګوالي خبرې وکړي.

ښاغلي فیصل وویل:

"د افغانستان حکومت د سولې خبرو ته چمتوالی لري، د سولې خبرې باید د جنګ د پای پیل وي، پاکستان هم هغه طالبان چې په یوه لاس یې سولې ته اماده کوي، پر بل لاس دې هغوی ته وسله نه ورکوي او د مخالفینو له ملاتړ څخه دې لاس واخلي، د پاکستان حکومت په خپلو کړو ژمنو باور وکړي، تر څو زموږ او د دوی تر منځ څه نا څه د اعتماد فضا رامنځ ته شي."

تر دې وړاندې د پاکستان صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز کابل ته د راحیل شریف دا سفر مهم بللی او ویلي یې دي چې د دې سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیتي مسایلو سر بېرته د سولې په پروسې هم خبرې وشي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو په ګډون به یوه څلور اړخیزه کمېټه د سولې مذاکراتو د پر مخ بېولو لپاره رامنځ ته شي.

ویل کېږي چې دا کمېټه به د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړۍ اوونۍ د سولې خبرو اترو د څرنګوالي په اړه په کابل یا اسلام اباد کې یوه ناسته ولري او له طالبانو سره د مذاکراتو ځای او وخت به مشخص کړي.

اسلام اباد د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وروستي سفر پر مهال یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د سولې مذاکراتو د بیا ځلي پیل لپاره به هڅې وکړي.

خو اوس پوښتنه دلته ده چې د پاکستان ژمنه او د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د زمینې برابرولو لپاره د پاکستان د لوی درستیز سفر به څه پایلې ولري؟

ایا اسلام اباد به یو ځل بیا خپله پخوانۍ سناریو پر مخ یوسي؟

د سیاسي چارو کار پوه داود مایار دا پوښتنې ځوابوي:

"یوه د ټاپي پروژه ده چې د سولې په مسئله کې خپل اغېز لري، موږ هیله مند یو چې پاکستان خپله لېوالتیا وښیي او دا ځل د سولې په پروسه کې په خپلو ژمنو کې صادقانه عمل وکړي، موږ باید په لومړي سر کې له ګاونډيو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ولرو، حالات باید داسې مدیریت کړو چې له یوه هېواد سره اړیکه د بل هېواد د حساسیت سبب نه شي."

سره له دې چې د سولې په پروسه کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز سفر ګټور بلل کېږي، خو افغان کتونکي وایي چې د اسلام اباد کړنې په دې برخه کې تل ننداریزه بڼه لرله.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزي ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان حکومت باید د سولې په موضوع کې د پاکستان هر حرکت تر نظر لاندې ولري او په احتیاط عمل وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG