د افغانستان د بهرنیو وزارت وايي چې د هند صدراعظم نارندرا مودي به سبا جمعه کابل ته راشي او د ملي شورا د نوې ودانۍ په پرانېست غونډه کې چې د دغه هېواد په مالي مرسته جوړه شوې ګډون وکړي.
د دغه وزارت ویاند شیکیب مستغنې ازادي راډیو ته وویل چې دغه شان ښاغلی مودي به هغه څلور الوتکې چې له افغان ځواکونو سره یې د مرستې ژمنه شوې وه هم افغان حکومت ته وسپاري.
کابل د هند د صدراعظم نارندرا مودي د کوربه توب په تیاري کې دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نارندرا مودي به د ژمنې سره سم هغه څلور الوتکې چې هند یې، له افغان ځواکونو سره د مرستې ژمنه کړې وه افغان حکومت ته وسپاري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی مودي به له افغان ولسمشر سره یو ځای د ملي شورا نوې ودانۍ چې د نوموړي هېواد په مرسته جوړه شوې ده هم پرانېزي.
ښاغلي مستغني زیاته کړه:
"د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ چې د دوست هېواد هند په مرسته ودانه شوې دا به پرانیزې او تر کتنې وروسته به د هند صدراعظم هغه څلور الوتکې چې د افغان ځواکونو سره مرسته شوې ده د افغان حکومت اجراییه رییس ته وسپاري او دغه شان به افغانستان سره د هند د نویو ژمنو په اړه هم خبرې وشي."
دغه شان اټکل شوې چې د هندوستان صدراعظم او ملګری پلاوی به یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې تر څنګ له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره هم وګوري.
له کله نه چې نارندرا مودي د هند صدراعظم ټاکل شوی دا کابل ته د نوموړي لومړنی سفر دی.
له افغانستان سره د هندوستان له خوا د (امی. آی ۲۵ ) ډوله پوځي الوتکو د مرستې خبره شاوخوا دوه میاشتې مخکې هند ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر د سفر پر مهال شوې وه.
همدارنګه د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ چې ویل کېږي د سیمې په کچه د پارلماني ودانیو یوه ښه بېلګه به وي، د نوموړي هېواد د ۲۲۰ میلیونو ډالرو مرستې په نتیجه کې جوړه شوې ده.
په ورته وخت کې د چارو افغان کارپوهان له افغانستان سره د نوموړي هېواد د مرستو ستاینه کوي او وايي، افغان حکومت باید هندوستان د یوه ستراتېژیک متحد په توګه له ځان سره ولري.
د چارو کارپوه روح الله امین په دې اړه وویل:
" دا یو ډېر با اهمیته مناسبت دی خو له هند سره اړېکې داسې دي چې یو حریف شته چې د دوی په اړېکو اغېز لري او هغه پاکستان دی، افغانستان نه شي کولای چې په سیمه کې د دغو دواړو دښمنانو تر منځ اړیکې په هنر سره جوړې کړي او هیله من یم چې موږ د یو حکومت په توګه وشو کولای چې دې پانګونو ته وسعت ورکړو او په اوږد مهالي کې وشو کولای چې هند د یو ستراتېژیک متحد په توګه ان په سیمه کې د ثبات په خاطر له ځانه سره ولرو."
د یادونې ده چې هندوستان تر دې وړاندې هم په ځانګړي ډول د پخواني ولسمشر حامد کرزي او تر هغې د مخه حکومتونو پر مهال له افغانستان سره ښې اړېکي لرلي او په بېلابېلو برخو کې یې له دغه هېواد سره مرستې کړې دي.
راپور:اجمل تورمان