انډېپنډېنټ ورځپانې هلمند ته د۳۰ بریتانوي عسکرو د تګ په اړه مقاله خپره کړې چې د بریتانوي چارواکو په وینا، دسنګين ولسوالۍ د ژغورنې لپاره تللي دي.
ورځپاڼه لیکي:
بریتانوي عسکر یو وار بیا په هلمند کې د دې لپاره ځای پرځای شوي چې د سنګین په جګړه کې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي ځکه د دې ولسوالۍ زیاتې برخې طالبانو نیولې دي.
یو شمېر رپوټونه وايي چې بریتانوي عسکر په سنګین کې جنګیږي خو د بریتانیې د دفاع وزارت یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې عسکر یې یوازې د مشورې ورکولو لپاره استولي دي.
انډېپنډېنټ لیکي چې د سنګين ولسوالۍ زیاتې برخې طالبانو نیولې او افغان ځواکونه په څو محدودو ځایونو کې، محاصره پاتې دي.
د ورځپاڼې په لیکنه، سنګین پخوا هم په افغانستان کې د بریتانیا لپاره تر ټولو سخت ځای وو.
له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۰ میلادي کاله لږترلږه۱۰۶ بریتانوي عسکر په دې سیمه کې وژل شوي دي.
یوې بریتانوۍ ښځې چې زوي یې په ۲۰۰۶میلادي کال کې، په هلمند کې زخمي شوی او دواړه پښې یې غوڅې شوې، ورځپاڼې ته ویلي:
زه په افغانستان کې د خپل زوی د ژوند پر بربادۍ ډيره خواشینې او پر دې زیاته مایوسه یم چې موږ لا هم پند نه دی اخیستی.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې چې په ننګرهار کې د اسلامي دولت یا داعش د تازه راډیو یې خپرونو د پيل په اړه تبصره کوي.
پوسټ لیکلي چې هر ماښام په شپږو بجو په جلال اباد او شاوخوا سیمو کې د دې راډیو پټې خپرونې، د ډزو او جګړې په ږغ پيلیږي او د خپرونې چلونکی وايي:
راډیو خلافت! هغه ځای چې دوزخ ته د کافرو دسیسه جوړونکو هرکلی کوي.
د واشنګټن پوست په لیکنه، دا راډيو ۹۰ دقیقې خپرونې کوي چې د قران مجید ایتونه او داسې ترانې خپروي چې پر افغانانو په جهاد کې د ګډون ږغ کوي.
پوسټ لیکي چې څوک نه پوهیږي چې دا راډیو له کومه ځايه خپرونې کوي خو د خپرونکو کیفیت يې کمزوری دی.
چارواکي وايي چې د خپرونو د مخنیوي هڅې کوي خو داسې ګومان کیږي چې انټنونه یې په یوه لارۍ موټر کې ځای پر ځای شوي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د حرکت په حال کې ده.
واشنګټن پوسټ زیاتوي چې دې راډیو د ننګرهار په خلکو کې نوې ویره پيدا کړې ده.
د ورځپاڼې په وینا، داعش د افغانستان ناراضي طالبان، د پاکستان د قبایلي سیمو، ازبکستان او چیچن افراطي وسله وال سره را غونډ کړي دي.
له دوي سره د منځني ختیځ د یو شمېر هېوادونو وسله وال هم لیدل کیږي چې غواړي په ننګرهار کې خوندي ځالې جوړې کړي.
د ننګرهار یو شمېر سیمه ییزو مشرانو واشنګټن پوسټ ته ویلي چې په دې ولایت کې د داعش پرضد د وروستیو پوځي عملیاتو کمزورتیا مایوسه کړي دي.
دوي واشنګټن پوسټ ته ویلي چې افغان ځواکونه د ناټو هوايي ملاتړنه لري او افغان حکومت د داسې عملیاتو لپاره مجبور دی چې په خپلو کمزورو او کم تجربې عسکرو اتکا وکړي.