د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

د هند صدراعظم راتلونکې جمعه کابل ته راځي


د هند صدراعظم نرېندرا مودي
د هند صدراعظم نرېندرا مودي

ټاکل شوې چې د هند صدراعظم نرېندرا مودي د راتلونکې جمعې په ورځ له کابل څخه لیدنه وکړي او د افغانستان د نوي پارلمان ودانۍ پرنیزي.

د انډین اکسپرېس په لیکنه، د دغې ودانۍ جوړول چې د هند له طرفه افغانستان ته د ډیموکراسۍ یوه سمبولیکه تحفه ده، تقریباً ساختماني چارې یې پای ته رسېدلي دي.

د دغې پروژې کار په ۲۰۰۷ کال کې د هند له خوا د دواړو هېوادنو تر منځ د دوستۍ او همکارۍ د یوې نښانې په توګه پیل شو او د دې کال د ډسمبر په وروستیو کې به پای ته ورسېږي.

ټاکل شوې وه چې د دغې ودانۍ کار په ۲۰۱۱ کال کې بشپړ شي، خو په تېرو ۴ کلونو کې درې ځلې په ټاکل شوي وخت بشپړ نه شو.

په دې وروستیو کې چې د هند د ښاري پراختیا او ادارې خدماتو وزیر د دغې ودانۍ څخه لیدنه وکړه او ټیګار یې وکړ چې د دغې ودانۍ ۹۶ سلنه کار بشپړ شوی دی.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو پر بنسټ د دغې پروژې لپاره ۴۵ میلیونه ډالره ځانګړي شوي وو، خو اوس معلومه شوه چې د دغې ودانۍ پر جوړېدو ۹۰ میلیونه ډالر لګېدلي دي.

د افغانستان د پارلمان د نوې ودانۍ په جوړولو کې د مغلو د وخت له ودانیو څخه الهام اخیستل شوی.

دا ودانۍ د دارالامان او ملکې ماڼیو تر منځ پرته ده، دوه صالونونه لري چې یو يې د ۲۹۴ څوکیو پر درلودلو سره د ولسي جرګې لپاره او یو هم د ۱۹۰ څوکیو په درلودلو سره د مشرانو جرګې لپاره ځانګړي شوي دي.

په دغې ودانۍ کې ځینې دفترونه د کنفرانسونو خونې د ډوډۍ خوړلو صالون او یو صالون هم د رسنیو لپاره ځانګړی شوی دی.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG