روسیه او ايران له کلونو وروسته په ۲۰۱۵م کال کې بېرته د منځني ختيځ په سیاست ګډ شوي او د سوريې د ولسمشر بشار اسد ملاتړ يې زيات کړی دی.
د سوريې د يوې لسيزې کورنۍ جګړې له ملاتړ وروسته مسکو سږ کال ډېر ژر خپل ځواکونه وګومارل چې د اسد د ځواکونو پر وړاندې پر جنګېدونکو ياغيانو بمباري وکړي.
تر کلونو يوازيتوب او بنديزونو وروسته؛ تهران د يوه سيمه ییز قوت په توګه راسربېره شوی دی او تهران د سوريې د سولې په خبرو کې ځان ته ځای موندلی چې دا په نړېواله کچه د دې هېواد د زياتېدونکي مشروعيت په مانا دی.
خو څېړونکي پوښته کوي چې ايا د روسيې او ايران پانګونې به په راتلونکي کې دوی ته په سیمه کې مخکښ رول ور په برخه کړي او که به دوی د منځني ختيځ په ستونزو کې بند پاته شي؟
د نړېوالو ستراتيژيکو چارو د انسټيټوټ د څېړنو ریيس کريم بيطار فرانسې خبري اژانس ته ويلي:
"ايران او سوريه بې له شکه بېرته راسربېره شوي دي او دوی په ډېره سپين سترګې توګه مداخله کوي. دوی غواړي په سيمه کې هغه تشه ډکه کړي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره رامنځته شوې ده.
په نورو هېوادونو کې د مداخلې رڼه بېلګه سوريه ده؛ چېرته چې له شا او خوا پنځو کلونو راهيسې جګړه روانه ده او حکومتي ځواکونه نور له جګړو ستړې شوي دي.
له څو کلونو راهيسې د سوريې حکومت ته د مالي مرستو او وسلو ورکولو وروسته؛ مسکو په سپټمبر مياشت کې د اسد په ملاتړ يو هوايي جګړه پيل کړه.
په دغو بمباريو کې يو شمېر وسله وال ځواکونه په نخښه شوي چې د امریکا په ملاتړ جنګېدونکو ياغيانو څخه نيولې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې په ګډون پکښي نورې جهادي ډلې شاملي دي.
له هغه وروسته چې د شوروي اتحاد په ۱۹۹۱ کې مات شو؛ مسکو په منځني ختيځ کې خپل اغېز بايلود. په دغه سيمه کې له کلونو راهيسې مسکو وخت، انرژي او مالي منابع لګولي دي.
د ۱۹۹۴م کال په مې مياشت کې مسکو په بې وسه توګه کتل چې د يمن خلق ډموکراټ ګوند د سعودي متحد شمال تر فشار لاندې سقوط وکړ.
تر لسو کلونو وروسته، په عراق کې د روسيې اغېز هغه وخت تت شو چې د امریکا په مشرۍ تر حملې وروسته صدام حسین ووژل شو.
هغه وخت داسې ښکارېدل چې تاریخ بيا تکراريږي کله چې د ۲۰۱۱م کال په اکتوبر مياشت کې د روسيې د متحد معمر قذافي پر وړاندې نظامي کمپاين پيل شو. په دمشق کې د سوريې يوه لوړپوړي چارواکي فرانسې خبري اژانس ته ویلي:
"لوېديځ موږ تېر ايستلو. موږ به دوی هېڅ کله ونه بخښو چې په يو اړخيزه توګه يې د ملګرو ملتونو د قانون په کارولو سره ليبيا ونيوله."
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، روسيه اوس هم د سوريې د جګړې په کارولو سره ګټې تر لاسه کوي. روسيې له مصر، اردن او خليج هېوادونو سره روابط جوړ کړي او د لومړي ځل لپاره ورته د سوريې په اړه په نړېوالو مذاکراتو کې ځای ورکول شوی دی.
ايران هم په دمشق کې د خپلو متحدينو د ژغورلو لپاره ډېرې پانګونې کړي او د سوريې په اړه د سولې په خبرو کې يې د لومړي ځل لپاره ځان ته ځای موندلی دی. ايران په عراق کې هم د حزب الله له لارې خپل نفوذ زيات کړی دی.