د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۶

د "پولې اخوا" غونډه کې د سولې پر بیا پیلېدو ټنیګار وشو

د سولې د مذاکراتو د بیا پیلېدو په اړه د جمهور ريیس اشرف غني له څرګندونو وروسته؛ ځینو افغان او پاکستاني چارواکو هم د دې پروسې په بیا پیلېدو تاکید وکړ.

افغان او پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ په کابل کې "د پولې اخوا" په نامه یوې ناسته کې؛ د دواړو هېوادو ترمینځ د اړیکو په ټینګښت تاکید وکړ.

دا ناسته چې د ډیورند د مدني ټولنې له خوا جوړه شوې وه؛ په کې د سولې په پروسه کې د جمهور ريیس سلا کارقطب الدین هلال وویل؛ د دواړو هېوادونو د مشرانو رښتینې هڅې کولې شي چې سیمې ته سوله او ثبات راولي:

"زه ډاډه یم چې د دواړو هېوادونو ترمینځ رښتینې اړیکي کولی شي چې سوله ټینګه کړي؛ خو تر هرڅه لومړی باور ته ضرورت دی. له هغې وروسته د سولې لپاره نورو اقداماتو ته."

شاوخوا لس ورځې مخکې اسلام اباد ته د جمهور ريیس اشرف غني د سفر پر مهال؛ پاکستاني چارواکو ژمنې کړي چې ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې مذاکرات پیل شي.

د افغان چارواکو او طالبانو ترمینځ د سولې لومړي مستقیم مذاکرات د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې؛ د پاکستان په مري کې وشول، خو دوهم دور یې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر د خپرېدو له امله وځنډېد.

پخوا تردې هم، د طالبانو او د سولې په پروسه کې د میننځګړو هېوادونو ترمنځ خبرې شوي؛ خو نتیجه یې نه لرله.

د افغانستان جمهور ريیس د خپل کار له پیل راهیسې څو ځلې پاکستان ته سفرونه کړی او په هر سفر کې یې له پاکستاني چارواکو سره؛ د سولې پر مذاکراتو او د دواړو هېوادونو ترمینځ د اړیکو په ټینګولو تاکید کړی دی.

خو ویل کیږي چې د پاکستان له لورې پر ځینو توافقنامو عمل نه شوی او همدې مسالې د دواړو هېوادونو پر اړیکو ناوړه اثر کړی دی.

پاکستاني چارواکي وايي، دا ډول ناستې کولی شي چې د دواړو هېوادونو اړیکې ښه کړي.

دوی وايي، په همدې توګه به د دواړو هېوادونو استازیو ته زمینه برابره شي چې د سولې د ټینګښت لپاره پر خپلو حکومتونو فشار واچوي.

په جوړې ناسته کې په افغانستان کې د پاکستان سفیر ابرارحسین وویل؛ په افغانستان کې ثبات کولی شي چې د سیمي د هېوادونو ترمینځ اقتصادي اړیکې پراخ کړي:

"د پاکستان حکومت پر دې حقایقو پوه دی چې د افغانستان سوله د سیمې اقتصادي پراختیا ته زمینه برابرولی شي. افغانستان او پاکستان دواړه د تروریزم قرباني دي. موږ باید د سیمې هېوادونو ته ورسوو چې د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر پالیسۍ عمل وکړی."

همدارنګه په افغانستان کې د انګلستان سفیره "کرن پېرس" وايي؛ د افغانستان او پاکستان ثبات ورته مهم دی او که په دې برخه کې مرستو ته ضرورت احساس شي؛ هېواد يې حاضر دی چې ويې کړي.

د سیاسي چارو پوه جاوید کوهستاني وایي؛ د افغانستان ثبات د پاکستان له سیاسي ارادې پورې تړلی او ترڅو چې هغه هېواد د تروریستانو ځالې ویجاړي نه کړي؛ د دواړو هېوادونو ترمینځ باور نه شي رامینځته کیدلی.

په عین حال کې د پاکستان د سند ایالت د ولسي جرګې غړې شازیه ماري وايي؛ په دې برخه کې یو پربل د تورونو لګول د حل لاره نه ده او اوس د دې وخت رارسیدلی چې تېر هېر او د یوې روښانې راتلونکی په لور ګامونه پورته شي.

راپور: خان محمد سیند

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG