د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

مدني ټولنې: د "حراست او ثبات شورا" پر حکومت د فشار یوه اله ده


د افغانستان د مدني ټولنو د بېلابېلو بنسټونو غړو د حراست او ثبات په نامه جوړه شوې شورا، پر اوسني حکومت د فشار یوه اله وبلله.

دوې د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې وویل، د حراست او ثبات شورا له حکومته د امتیاز اخیستلو په مقصد جوړه شوې، نه خلکو ته د خدمت په خاطر.

د حراست او ثبات شورا د جمعې په ورځ د حکومت د اپوزیسیون ترنامه لاندې خپل موجودیت اعلان کړ.

د افغانستان د بېلابېلو مدني ټولنو غړي وايي، د حراست او ثبات په شورا کې هغه څیرې را ټولې شوي چې د قدرت پر مهال خلکو ازمویلي او بیا هم نه شي کولای چې خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.

د مدني ټولنو غړو وویل، د حراست او ثبات د شورا عمده غړي، هغه کسان دي چې په اوسني حکومت کې له دندو بې برخې شوي او د امتیاز د ترلاسه کولو په خاطر غواړي د همدې لارې پر حکومت فشار راولي.

د افغان ملي غورځنګ د مدني ټولنې غړي عطاءاله حیران وویل:

"دوی کومه نوې خبره نه درلوده، تېر حکومت چې په فساد کې یې لومړی مقام ګټلی وو، همدوی یې غړي وو، دوی چې کله په واک کې وو، کله یې لاسته راوړنه لرله، دوی کومه داسې توره کړې ده چې موږ یې بیا خبرو ته غوږ ونیسو، دوی په ځان څنګه بیا باور وکړ، زموږ د ولس او مدني فعالانو سیاسي شعور په هغې کچه کې نه دی چې په اویایمو کلونو کې وو، اوس موږ په ټولو دسیسو پوهیږي، دا شورا غواړي په حکومت فشار راوړي او خپل امتیازات ترلاسه کړي."

د حراست او ثبات په نامه شورا د تېرې جمعې په ورځ جوړه شوه او وې ویل چې هدف یې په حکومت کې د اصلاحاتو راوستل دي.

په دې شورا کې اکثره د جهادي تنظیمونو مشران، پخواني قوماندانان، د حامد کرزي د حکومت وزیران او لوړ پوري چارواکي شامل دي.

د حراست او ثبات د شورا غړو په خپلې لومړۍ غونډه کې د حکومت پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي، قانوني او په مجموع کې پر ټولو پالیسو او فعالیتونو انتقاد وکړ او خبرداری یې ورکړ چې که حکومت په خپلو چارو کې بدلونونه رامنځته نه کړي، پر ضد به یې اعتراضونو ته زور ورکړي.

د حراست او ثبات د شورا غړو پر حکومت دا تاکید هم کړی چې لویه جرګه دې دایره او په اساسي قانون کې دې بدلون راولي.

خو افغان چارواکي وايي، د حراست او ثبات د شورا په جوړېدو اندیښمن نه دي او یاده شورا کولای شي چې د قانون په چوکاټ رغنده فعالیتونه وکړي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس عبداله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې په دې اړه وویل:

"مدني او سیاسي حرکتونه خپل ځای لري، دا شورا نه یوازې دا چې د خلکو د تشویش سبب نه ده شوې بلکې خلکو ته یو ډاډ دی.یقین لرم کوم کلي اهداف چې د ملي ګټو لپاره اعلان شوي، له دې شورا سره به په خبرو کې مطرح شي. هیله ده په ګډو همکارېو سره د افغانستان خلکو ته ښې نتیجې ولرو."

پخوا تر دې هم ځیني بنسټونو د دوې په ناسته کې د حکومت پر کړن لارو اعتراضونه کړي. خو دا چې د دې شورا غوښتنې به ترکومه ځایه د حکومت له خوا ومنل شي دا به وروسته معلومه شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تل ویلي چې په یوه مناسب وخت کې به د لوېې جرګې دایریدو ته زمینه برابره او له ولس سره ټولې کړې ژمنې به پوره کړي.

XS
SM
MD
LG